د يو معالج ډاکټر لپاره ضروري لارښوونې

۱- يو ډاکتر یا معالج باید له هر څه دمخه د ښو او پاکو اخلاقو خاوند وي. له خپلو مراجعينو سره ډېر نيك او نرم چلند وكړي او داسې الفاظ او رویه خپله نکړي چې د ناروغ د خواشینۍ او خپګان سبب شي. 

۲- معالج باید پخيل فن او دنده پوره لاس بر وي او معلومات ولري. د خپل کار په بهیر کې وارخطا او نا امېده نشي او د ناروغ د ژوند تر وروستیو لحظو پورې د هغه درملنې او همکارۍ لاس وانخلي.

۳- يو معالج باید پاك او سوتره ژوند غوره کړي او نورو ته هم د پاک او سوتره ژوند توصیه وکړي. له کبر، لويي او غرور څخه ځان وساتي. حیا دار، ایماندار او مخلص واوسي.

۴- هر معالج باید حتی الوسع د ناروغ تسله وکړي او هغه کړي چې ستا رنځ د درملنې وړ دی، تکلیف دې ان شاء الله په دې لنډه موده کې رفع شي . دوا پخپل وخت استعمال کړه، د پرهېز او خوراک خیال ساته او هېڅ تشویش به نه کوې.

۵-یو ناروغ هېڅکله په سرسري نظر او بې اهمیته مه ګڼئ، ځکه کوم ناروغ چې ستاسې کلینیک ته درځي یا تاسې ورسره مخ کېږئ هغه حتما تکلیف لري‌او ستاسې مرستې ته اړتیا لري‌، نو هغه په پوره ډول معاینه کړئ، د معاینې ټول اصول په نظر کې ونیسئ. له ناروغ څخه هم د خپل تکلیف په اړوند معلومات واخلئ او بیا ورته لازمه دوا توصیه کړئ.

۶- هڅه وکړئ چې د معالجې پر مهال د معتبرو کمپنیو درمل غوره کړئ، د خپلې اقتصادي ګټې او تاوان خيال منه ساتئ او د دوا ارزانئ ته مه ګورئ، دا کار هم تاسې او هم ناروغ ته زیان رسوي. ځکه که چې په داسې دوایانو د ناروغ صحت نه جوړیږي او د هغه وخت او پیسې عبث ضایع کیږي.

۷- د نسخې لیکلو پر وخت د ناروغ اقتصادي حالت په نظر کې ونیسئ، د یو غریب ناروغ لپاره ډېره قیمتي او اضافه دوا مه ورکوئ، ځکه چې هغه د خپل مجبوریت له مخې داسې دوا نه شي اخیستی او رنخ به يې بې علاجه پاتې وي، حالت به يې خراب شي. باید هغه ته مؤثره او ارزانه دوا تجویز کړئ، چې د اخیستو توان یې ولری. 

۸- له ناروغ او ناروغ لرونکي سره په خندا او پراخه تنډه راشه درشه کوئ، او که ناروغ پېژنئ په ادب سره یې نوم واخلئ، د هغه د خپلوانو او دوستانو پوښتنه ترې وکړئ، په داسې کولو سره له تاسې سره د هغه مینه او محبت زیاتیږي. 

۹- هر وخت د الله تعالی شکر ګذار اوسئ، تقوی او پرهیزګاري خپل عادت وګرځوئ، او د خدمت په اراده له ناروغ سره مرسته کوئ، دې سره به هم ثواب حاصل کړئ او هم به د اخترام خاوند شئ.

لیکنه: واسع 
سرچینه: عامې ناروغۍ او درملنې  – ډاکټر دیدار احمدزی 

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک