د ځيګر التهاب؛ لاملونه، نښې، تشخیص او درملنه Hepatitis

د ځيګر التهاب څه شی دی؟ Hepatitis

د ځینو عواملو له کبله په ځیګر کې د پړسوب رامنځته کېدو ته Hepatitis ویل کېږي. البته د دې ناروغۍ اصلي لامل یو ډول ځانګړي وایرسونه دي.

لاملونه:

  • ځیني زهري درمل، لکه کونین (د ملاریا ضد درمل) او داسې نور استعمالول،
  • آمیبي پیچش،
  • زېړی،
  • د محرقې تبه،
  • د ملاریا تبه،
  • په ځیګر کې د میکروبونو له کبله زېړی،
  • د شرابو زیات استعمال
  • او د وینې له لارې ځیګر ته د خرابو او مضرو موادو رسېدل، د دې ناروغۍ عمده لاملونه دي.

نښې:

  • د ښي اړخ پښتیو پر لاندينۍ برخې د زور له امله د درد احساس،
  • که د ځیګر په لاندینۍ برخه کې التهاب وي ناروغ کانګې او ایټکي کوي،
  • قبض هم واقع کېږي او لاس او پښې يې يخېږي.
  • که چېرته د ځیګر په پورتنۍ برخه کې التهاب وي، ناروغ په ټوخي ساه بندۍ او د ادرار په کموالي اخته کېږي،
  • ناروغ تېزه تبه لري او په بدن کې د اوبو کموالی ليدل کېږي.
  • که چېرته التهاب ډېرې ورځې دوام وکړي، نو د لاس او پښو او خېټې ورم هم واقع کېږي.
  • په داسې ناروغانو کې اکثره د پېچش او ملاریا سابقه موجوده وي.

درملنه Treatment

  • د ځیګر د التهاب اصلي لامل موندل پکار دي،
  • که چېرته پېچش له پخوا موجود وي، ناروغ تهFlagyl دوه دوه ګولۍ ورځې درې ځلې تر یوې اونۍ پورې ورکړئ، له هغې سره Inj.Emetine-30mg د ورځې یو ځل د ۶ ورځو لپاره زرق کړئ.
  • او که چېرې ملاريا له پخوا موجوده وي، ناروغ ته Chloroquine او له دې سره یو ځای Cap.Tetracycilin او Tab.Metronidiazol ورکړئ.
  • که چېرته د ځیګر د التهاب په ناروغانو کې د کانګو او درد شکایت موجود وي، د دې د رفع کېدو لپاره نرمې دواګانې ورته توصیه کړئ، کنه نو ناروغ به Coma ته لاړ شي او د مرګ د پېښېدو خطره پیدا کېږي. ښایي د دې لپاره siquil او Stemitil په کم مقدار توصیه کړئ. Glucose.25%.25ml په ورید کې کې ورکړئ.
  • که دا ډول ناروغانو کې زېړی موجود وي، نو د خولې او وریدله لارې ورته Glucose ډېر مناسب درمل دي.
  • که د ناروغ د ځیګر التهاب ډېر زیات وي، StreptoPenicillinهره ورځ د عضلې له لارې ورکړئ او یا Inj.Teramycin-250mg هره ورځ یو زرق ورکړئ.
  • ناروغ ته د ویټامین مرکبات زیات او د ارام کولو مشوره ورکړئ، غوړ پرې بند کړئ،
  • که چېرته د ناروغ تکلیف ډېر او خوله وچه وچه کېږي، د ورځې خوب ورځي او شپه نارام وي او سخت زېړی یې وي، ژر یې روغتون ته ولېږی. ځکه دا د ناروغۍ خطرناکې نښې دي.

تشخيص Laboratory Test

  • په وینه کې CBC او Lymphocytes زیاتېږي،
  • د ځیګر د انزایمونو لکهLDH, SGOT او SGPT مقدار زیاتېږي.
  • په وینه کې Bilirubin او الکالین فاسفیټ (Alkalin Phosphate) مقدار هم زیاتېږي، پر ځیګر د اغیز د زیاتېدو له کبله Protime هم پورته ځي.
  • د Hepatitis-A وایروس د غایطه موادو د الودګۍ له لارې له یو انسان څخه بل ته سرایت کوي او په دې توګه وبايي شکل اختیاروي.

 

Back to top button
واسع کلینیک