د ځیګر حجم کمېدل؛ لاملونه، نښې او درملنه Cirrhosis

د ځیګر حجم کمېدل څه شی دی؟ Cirrhosis:

کله چې د ځیګر څنډې له طبیعي حالت څخه منقبضې او سختې شي، لومړی ځيګر غټ او وروسته یې حجم کمېږي، نو دې ته د ځیګر Cirrhosis ویل کېږي.

سیروزس Cirrhosis د یوه غړي په ځانګړي ډول د وینې بین البیني التهاب ته وايي.

 

لاملونه:

  • زیات غوړ او مساله دار خواړه کارول،
  • په ملاریا ډېر وخت اخته کېدل،
  • امیبي پیچش او په کثرت سره د شرابو استعمال د دې ناروغی، سببونه دي.

نښې:

  • دهاضمې خرابوالی،
  • د زړه راجګېدل او کانګې کول،
  • له غايطه موادو او کله له کانګو سره وینه راتلل،
  • په لاس، پښو او خېټه کې پرسوب،
  • ژبه میلی او د معاینې پر وخت ځيګر غټ او درد لرونکی معلومېږي،
  • ځینې وختونه په ناروغ کې زېړی هم پیدا کېږي،
  • ناروغ ورځ تر ورځ کمزوری او ډنګرېږي،
  • د خېټې وریدونه بهر او نیلي رنګ غوره کوي،
  • په نرانو کې د نامردۍ شکایت او په ښځو کې د میاشتني عادت بندېدل صورت نیسي،
  • د ناروغ په ادرار کې کمبود راځي
  • که سیروز زیات شي او د ځیګر په افعالو زیات اثر ولوېږي، نو دماغ هم تر اغېز لاندې راځي، نو ناروغ ته ډېر خوب ورځي.
  • حافظه یې کمزورې او سرسام واقع کېږي او آن چې ناروغ بیهوشېږي او پر پښو او ورنو باندې بې جټکې لګېږي.

تشخيص Laboratory Test

۱- په وینه کې د  S.G.O.T, Alkaline Phosphate, Bilirubin او LDH مقدار لوړېږي. په وینه کې د Albumin مقدار کمېږي او د Gamma Globuline مقدار زیاتېږي.

۲ -په وینه کې Anemia ليدل کېږي، چې د Folate دکمي له امل  وي او د تریخي د ډېر کار کولوله کبله زیات Microcytic وي او په وینه کې د Platelets او WBC کمی هم رامنځته کېږي.

۳- پهPlain X.ray of Abdomen  کې د ځیګر او تریخي سایز غټ معلومېږي، چې دا په سیروز کې عام وي.

۴-  Upper G.I Barium Series هم د خوراك په نل او د معدې په Vericose veins کې څرګندېږي.

۵-Ultrasound of Abdomen  یو ډېر مهم ټسټ دی، چې نن سبا یې عمومیت موندلی، چې په هغې کې د ځیګر او صفرا ټول کوایف معلومېږي. سربېره پر دې په خېټه کې دننه جمعه شوې اوبه Ascites هم څرګندوي او که د سیروز له کبله ځیګر ته سرطان رسېدلی وي، نو دا هم راښيي.

۶- Esophagus Gastroscopy (د تيوب په ذریعه) د خوراك د تیوب، معدې او دودونیم معاینه هم صورت نيسي، چې د هغې زخم او التهاب معلوموي.

درملنه:

  • که ناروغ د شرابو عادي وي هغه دې بېخي پرېږدي او هغه درمل چې په ځیګر بده اغېزه کوي هغه دې نه استعمالوي.
  • ناروغ باید ډېر آرام وکړي.
  • په خوراك كې دې پروتیني مواد په ورځ کې له ۷۵ ګرامو څخه ډېر نه استعمالوي او که ناروغ بېهوشه کېدو والا وي، نو پروتین بېخي مه ورکوئ.
  • د ورځې يوازې يوه ګولۍMultivitamin باید استعمال کړي.
  • که پرسوب ولري، ناروغ ته مالګه مه ورکوئ.
  • د Anemia په صورت کې ناروغ ته د ورځې یو ملي ګرام FolicAcidورکړئ او د اوسپنې د کمبود په صورت کې Tab.FeruSalphate.300mg ګولۍ د ورځې درې ځلې له خوړو وروسته ورکړئ.
  • د Ascites (په خېټه کې د اوبو د راټولېدو) په صورت کې په خوراك كې مالګه او اوبه کمې کړئ، د ورځې باید په 200mg سودیم او 600ml اوبو کې زیاتون رانشي. Lasix-40mg د ورځې یو یا درې ځلې استعمال کړئ،‌ دا له وینې څخه د ادرار له لارې اوبه خارجوي او په بدن کې د اوبو زیاتوالی کموي. له دې سره ناروغ ته  Tab.PotassiumChloride د ورځې دوه ځلې یوه یوه ګولۍ ورکړئ، څو په بدن کې د پوتاشیم کمبود پوره کړي، کوم چې د Lasix له امله کمېږي.
  • که چېرته Ascites بېخي زیات وي له ناروغ څخه یې د Trocharاو Cannula په ذریعه ایستل پکار دي، چې له ګېډې ایستل کېږي.
  • په همدې توګه ناروغ ته Livergin او Syp.Hepamerz یو ځای درې وخته یوه یوه کاشوقه ګټور دي او Inj.LiverExtract یا Inj.Jetpar په عضله کې د ورځې یو ځلې زرق او له دې سره ورته Inj.VitB12 تطبیق کړئ.

په دې اړه نور دلته ویب ام ډي کې ولولئ
دا ځای کېکاږئ

 

 

 

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک