د ژر انزالیدو د مخنیوي لارې

د ۴۰ کلنو څخه کم عمره نارینه ډېر په ژرانزالیدو جنسي ستونزه اخته دي.

لوی دلیل دا دی چې د نر او ښځه په دوه مختلفو وختونو کې جنسي اوج ته رسیږي، ښځې د ۷ دقیقو په وخت کې ارګاسم ته رسیږي په داسې حال کې چې نارینه د ۲ قیقو څخه کم د کرښې پای ته رسیږي.

دارویني عقیده داسې وه چې دغه ماجرا هغه خطرونه دي چې یوځای والی یې بشر ته ګوته څنډي.

په قدیمو زمانو کې د انسان د ښکار کیدو مسله د ټولو انسانانو لپاره یو لوی ګواښ و، دا چې نارینه د زرګونو سپرمونو په درلودلو سره د هرې ښځې د حامله کولو چانس ډېر دلود، بدن یې دا زده کړل چې د بشر د پایښت لپاره کار ژر پای ته ورسوي.

په دغه ورځو کې چې سکس د یو تفریحي کار په حیث تمایل کړی، درمل او پوقانې د نه امیدواره کیدو لپاره استعمالیږي، نو ځکه ښځې او نارینه ځان ته ددې حق ورکوي ترڅو جنسي مزه یې د دوو دقیقو څخه زیاته شي.

نارینه باید د بشر د لومړني ژوند څخه واټن واخلي، د درملو، فزیکي تکنیک او د ارواپوهنې په مرسته د انزال وخت د زیاتیدو له پاره فکر وکړي.

ارواپوهنیز مسایل او مرستندوی درمل لکه بې حس کوونکې سپرې:

موضعي (Promescent) چې د نارینه تناسلی آلې په کوچنۍ برخه) تقریباً ۳ ځلي ۱۰ دقېقې مخکې له یو ځای کیدو وهل کیږي او هر یو په خپل وار سره موثر دي ، ولې څه ستونزې او جانبي تاثیرات هم لري.

خو تمرین او فزیکي ورزش چې البته کلپ ته د تلو اړتیا نشته ، کولای شي چې ۲ دقېقې تر ۲۵ دقیقو هم ورسوي.

۱ـ تمرین

ډیره طبیعي ده چې د انزال کنترولونکو ماهیچو (عضلو) د قوي کیدو لپاره تمرین د دې باعث شي، چې ژر انزالیدل کنترول کړې.

په دغه طریقه چې د ورځې څو ځلي او وروسته ډېر هم سرته ورسیږي، نارینه کولای شي هغه ماهیچې چې دقیقاً د تشو متیازو کول په لاس لري تمرین ورکړي. او همداراز هغه ماهیچې چې د سپرم مسیر او دباندې تګ په غاړه لري.

هره ورځ د دغو ماهیچو ساتل او تمرین کول د دې باعث کیږي چې ترڅو انزال کنترول شي.

بلخصوص کله داسې وضعیت هم منځ ته راځي چې د انزال کنترول له لاسه ووځي، چې دغه کار د نړۍ ۵۰ سلنه نرانو څخه یې خپل ښځې ناراضه دي.

۲ـ خپل ځان ارضا کول او په پای کې ځان کنترولول

هغو کسانو چې خپل ځان نه ارضا کوئ! ولې هغه ۸۰ سلنه نارینه چې دغه کار کوي د انزال په کنترول کې بریالي دي، چې د هغې پای مرحلې یا هغه وخت چې د سپرم وتلو ته ځیر کیږي، هغه لحظه چې نور یې د تم کولو توان نه لري.

د یو ځوان نارینه په حیث هېڅکله دغه حقیقت مه هېروئ، کومه ښځه چې ستاسو په بستر کې او ستا لپاره ځان بربنډوي که چېرته اوج ته ونه رسیږي نو پوه شئ چې ستاسو اړیکه نوره خړه شوه او د ناخوالو ډک ژوند درته په تمه دی.

نارینه شخصي یوازیتوب کې او د خپل ارضایي په وخت کې دا سې وي لکه د ځان سره چې مسابقه کوي، او بې له کوم حساب او کتابه، بې صبرانه هڅه کوي چې خبره ختمه شي، ښایي دغه طریقه خوندوره وي ځکه چې لازم نه ده چې د ځان لپاره ناز او نخره وکړي او بې له کوم تردید غواړي ځان اوج ته ورسوي.

اما که غواړي چې د ژرانزالیدو ستونزه یې هواره شي باید د خپل ارضایي وخت یې په مرور سره ۱۰ دقېقې او بلاخره ۲۰ دقیقو ته ورسوي. او د حل لاره یې هم داده چې په خپل ذهن کې د جنسي تحریک د پیلیدو څخه تر ارګاسم مرحلې پورې یو داسې څه مجسم کړي او هغه مجسم څیز په تقریبي بڼه ۱ څخه تر ۱۰ پورې تقسیم کړي.

وروسته له هغه، هڅه وکړي چې ځان د جنسي تحریک ۵ مې مرحلې ته ورسوي او یاده مرحله کې د کار څخه لاس واخلي، ترڅو ۳ یمې مرحلې ته ستون شي، ورپسې بیا ۷ مې مرحلې ته پرمخ شي او بیا ۵ مې ته او همدغه تمرین د ۹ څخه تر ۳۰ پورې ادامه ورکړي، مهمه نه دې چې حتمن دې همدا کار وکړي خو هرڅنګه چې کیږي کله چې په خپل ارضایۍ پیل کوي باید تر ۱۰ دقیقو پورې وخت ونیسي، حتا که کیدی شي خپل آلت ته دې تر ۸ دقیقو پورې ځیر شي.

داسې نور تمرینونه هم شتون لري لکه د خپل آلت د غاړې نیول (خولۍ ته نژدې) کله چې د اوج نه مخکې مرحلې ته رسیږي بیا پیل وکړي او کله چې بیا اوج ته رسیږي بیا یې فشار ورکړي.

تمرینونه سخت نه دي او کوم جانبې ستونزه هم نه لري خو یوازې څه شي ته چې ضرورت دی هغه د خپل بدن غړو ته غوږ نیول چې څه غواړي او د دغه ستونزې د حل لپاره یوه څه زحمت ویستل.

Back to top button
واسع کلینیک