د کشمش – ممیز روغتیايي ګټې

کشمش چې له انګورو څخه جوړیږي، او په هېواد کې د انګورو باغونه په یو شمېر ولایتونو لکه غزني، زابل، کندهار، هرات، او کابل کې په لوړه پيمانه شتون لري، د افغانستان په اقتصاد کې مهم رول لوبوي.

په هېواد کې باغوانان په ساده شکل انګور په خاصو جوړو شویو خونو کې چې (کشمش خانې) ورته ویل کیږي، په لرګیو ځړوي چې د یوې میاشتې مودې څخه وروسته په کشمشو بدلیږي، او هغه انګور چې په کشمش خانو کې په لرګیو نه ځړول کیږي یعنې دانه شوي وي، د بامونو پر سر اچوي، چې په کشمش خانه کې (شنه ممیز) یا کشمش او د بامونو په سر ووڅکي یا (سره ممیز) منځ ته راځي.

دغه کشمش که په ډېر ساده ډول د کلیوالو خلکو له لورې بازارونو ته تیاریږي، خو که یې په اړه د پوهانو نظریه واخلو نو ډېره ارزښتمنده مېوه ده.

د روغتیايي پوهانو له نظره، کشمش د وېټامین ډي ښه منبع ده. د غاښونو د حفاظت او د ژامو د قوي کولو لپاره ډېر فایدمند دي.

کشمش د تشویش په ختمولو کې مهم رول لوبوي.

په امریکا کې د روغتیایي چارو پوهان وايي، چې کشمش د سرطان د ناروغۍ څخه ساتنه کوي، او اعصابو ته تقویت ور په برخه کوي.

د کشمش یو بل مهم خاصیت دا دی، که غوښې ته ور اضافه کړی شي، نو د خوړو چربي ور سره کمیږي، فایبر او اوسپنه زیاتوي او د سودیم اندازه کموي.

دغه خوږه مېوه د بدن د رګونو په صحیح ډول حرکت کولو کې ښه مرسته کوي.

د سترګو ډاکټران وايي چې کشمش د سترګو د نظر په ساتنه کې ښه مرسته کوي، او د سرو ممیزو زیات خوراک د هغه چا لپاره ښه دي، چې شبکوري لري.

د زړه ماهرین په دې اند دي، که د چا د بدن اوبه زیاتېږي، نو له کشمشو څخه دې استفاده کوي، ځکه چې کشمش د بدن د اضافه اوبو په له منځه وړلو کې کارنده رول لوبولی شي.

Back to top button
واسع کلینیک