ذهني پريشاني څه شی دی؟ لاملونه، نښې او درملنه (Depresion)

ذهني پريشاني څه ته وايي؟ (Depresion)

دا له تصوراتو، تفکراتو او نا اميدۍ څخه پيدا شوې ناروغي ده.

لاملونه:

ډېر غم او انديښنه کول، هر وخت سوچونه او فکرونه وهل، د خوب کموالی، څه صدمه رسېدل، دېې پېر نوی سامان لکه دنيا پرستي، د مال او دولت طلب او د اخرت هېرېدل ددې ناروغۍ اسباب ګڼل کېږي.

 

نښې:

ناروغ هر وخت ناهيلی او غمجن وي،
له چا سره ناسته ولاړه نه کوي،
کوښښ کوي چې يوازې وګرځي،
کمې خبرې کوي او په خولو يې خندا نه راځي‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌،
په ډيره وړه خبره غوسه او خپه کېږي،
ناروغ هر وخت ژړغونی او په معمولي خبره ژړا ورځې.

تدابير:

ناروغ ته ډاډ او تسلي ورکړئ،
د هغه حالات او ماحول تبديل کړئ،
ناروغ پر دې پوه کړئ چې عزت او لذت الله ورکوي او ګټه او تاوان د الله د قدرت کار دی‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌،
د انسان له ژوند سره هر ډول حالات ملګري دي، هرې شپې پسې سبا او هرې تروږمۍ پسې رڼا راتلونکې ده.
ناروغ ته توصيه وکړئ چې انسان ته په هر حالت کې صبر او زغم نه کار اخيستل پکار دي،
په انسان چې کومې ستونزې راځي دايو ازمايښت دی، ددې اجر به انشاءالله په اخرت کې ورته رسيږي،
ناروغ ته توصيه وکړئ چې پاک سوتره ژوند غوره کړي، د لمونځ او اودس پابند واوسي، که تلاوت کولای شي نو سهار او ماښام دې د قران کريم تلاوت کوي او هر وخت بايد د اخرت فکر ورسره وي حي د ذهني پريشانۍ ښه درملنه ده.

زموږ ګران هيواد افغانستان چې دا شل کاله د غمونو، دردونو او مرګونو کور دی هلته به داسې يو افغان نه وي چې په يوه نه يوه ستونزه ښکېل نه وي، هلته جنګونه دي، قحطي او ولږې زور لګولی، کار روزګار نه پيدا کېږي له دې کبله له ګران هېواد څخه ډېر خلک وتلي او په پرديو هيوادنو کې له کړاو او تهديدوتو ډک سره مخ دي، نو په دې اساس هر افغان وګړی د ذهني پريشانۍ ښکار دی او په سلو کې تقريبا ۵۰ تنه په دې ناروغۍ اخته دي.

درملنه:

د مسکن دماغ په توګه ناروغ ته Tranquilizzer او خوب پيدا کوونکي Sidative درمل ورکړئ. خوب راوستونکي درمل لکه Tab.Soneral 60mg د ورځې درې ځله يا Tab.Tofranil 25mg  د ورځې درې ځله يا Tab.Librium يا Tab.Equirium 10mg د ورځې درې ځله د ډپرېشن او وهم پر مهال ډېر ګټور دي. Tab.Surmotal ددې ناروغي لپاره ښه کار کوي.

زما د تجربې له مخي Tab.Lexotonil يا Tab.Ativan د ورځې دوه يا درې ګولۍ او له‌ دې سره يو ځای Tab.Librax د ورځې درې ځلې ښه درملنه ده او له دې سره سره ناروغ ته ځينې مقوي درمل لکه Syp.Lysovit يا Syp.Becozyme يا Syp.Vikonon د ورځې درې ځلې يوه يوه کاشوغه توصيه کړئ او که د ناروغ هاضمه کمزورې وي، نو Cap.Eplazym  د ورځې درې ځله مخکې له غذا او Tab.Cemitidine د ورځې يو يا دوه دانې وروسته له غذا توصيه کړئ، انشاالله روغ به شي.

 

Editorial Team

Wasiclinic Publisher Team. Share the articles with your friends, and connect with us on social media.
Back to top button
wasiclinic