روغتیا څه ته وايي؟ | د روغتيا تعريفونه

پر روغتيا د خبرو كولو له پاره شروع له مختلفو ځايونو څخه كيداى شي . پخوا به د صحت او روغتيا كليمه د ناروغۍ په نه موجوديت كې كاريدله.

اوس هم ډيرى عام خلك همداسې فكر كوي چې دوى مريضي ونه لري نو وايي چې صحت لرم . ځينې نور بيا فكر كوي چې دوى په فزيكي ډول سم ښكاره شي او وضعه يې ښه وي نو دوى روغ او جوړ دي .

ور سره بيا نورخلك هم شته چې د دوى كوم هډوكى مات نه وي ، سر يې زخمي نه وي ، په روغتون كې يې د مريضۍ يا كوم تكليف له وجې شپې نه وي تيرې كړې نو دوى وايي چې روغ او جوړ يو  . خو دا تعريفونه د صحت په برخه كې ناتكميل او ناسم دي . په اوس وخت كې د روغتيا په اړه تعريفونه پراخ او څو اړخيز شوي دي.

دا تعريف داسې دى چې وايي روغتيا د وجود هغه حالت ته ويل كيږي چې په هغه كې د انسان د وجود فزيكي ، رواني او اجتماعي اړخ كاملا روغ وي او يوازې د مريضۍ نه موجوديت مهم نه دى .

هر هغه څوك چې كاملا روغتيا ولري نو د ژوند كولو له پاره ښه فكر هم لري او دغه كس د ارتباطاتو او پيژندګلويو څخه ډك ژوند لري . ستاسو ښه روغتيايي حالت ستاسو د ژوند پر هر مربوط شي تاثير كوي . داسې چې ته يو شي ته څنګه ګورې ، څه احساسوې او څنګه ور سره عمل كوې . ورسره ښه روغتيايي حالت د يو چا پر ليدلوري، فعاليتون، كار او مكتب باندې تاثير كوي.

ښه روغتيا دا ځانګړنه لري چې د يو چا دا حالت ښيي چې د ځان په اړه څه احساسوي، څومره پر ځان باور لري او په كارونو كې څومره بريالى دى. ښه روغتيا مقصدونو ته د رسيدو او وړتيا لرلو توان هم تعيينوي . كه څه هم ارثيت او چاپيريال د يوه شخص پر روغتيا تاثير كوي خو د يوه شخص په ژوند كې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې څومره د خپل ځان د روغتيا ساتلو له پاره هڅه او هلې ځلې كوي .

Back to top button
واسع کلینیک