روماتیزم څه شی دی؟

روماتیزم یو له هغو ناروغیو څخه شمیرل کیږی چی نن سبا یی خلکو ته ستر ګواښ پيښ کړی او خلک تری ځوریږی، دغه ناروغی یو نوع مزمنه نارغی ده چی د مفصلونو خصوصا د لاس او پښو د وړو مفصلو او دبدن دنورو اعضاو د التهاب سبب کیږی . روماتیزم دیری نوعی لری خو تولې هغه ناروغی چی د روماتیزم سبب کیږی دبدن دمعافیتی سیستم کمزوري کیدل دی،  چی په سمه توګه درست کار نه شی کولی، دبدن معافیتی سیستم یو ځانګړی او معتبر سیستم دی چی بدن مو له هرنوع باکتریایی او نورو افتونو ساتی ، کله چی دغه سیستم له کنټروله ووځی نو دبیلابیلو باکتریاو بدن ته د داخلیدو زمینه مساعده شی او بیلابیل  عضلات  مفصلونه تر حملی لاندی ونیسی،  چی مثال یی تب روماتیزم دی چی د دی روماتیزم اصلی منشا دستونی التهاب دی چی کله تدوای نه شی نو فورا په ضرب د شپږو هفتو کی تول بدن ته سرایت کوی چی په نتیجه کی د مفصلونو د درد سبب کیږی او روماتیزم منځ ته راوړی،  چی دغی نوعی ناروغی ته بیا اتو ایمیون ویل کیږی.

دتحقیقاتو پر بنست روماتیزم هم یو نوع د اتوایمیون ناروغیو له ډلې شمیرل کیږی ، په نړۍ تر سلو نوعو زیات روماتیزم وجود لری چی له دی جملی څخه کولای شو مفصلی روماتیزم،  قلبی رماتیزم، او دستون فقرات روماتیزم ته اشاره وکړو.

نو روماتیزم داسی یو مرض دی چی د دیرو نورو نارغیو سره تفکیک یی مشکل وی خو تنها کولای شو چی دوینی دبعضو معاینات په اجرا کولو سره روماتیزم تشخیص کړو، چی دغه معاینات عبارت دی له.

  ASO

CRP) C – Reactive protein)

RF)Rheumatoid Factor )

ANA ) anti nuclear anti body )

ESR )Erythrocyte sedimentation rate )

calcium

vita – D3

uric acid

PTH ) Parathyroid hormones )

calcitonin

phosphorus

CBC ) Compete Blood Coun

ددغو معایناتو په کولو سره به ستاسو د روماتیزم  نوع مالومه شی.

آرتروز یا استو آرتریت  درماتیزم هغه شایعه یا په پراخه کچه نوع ده چی د مفصلونو د دردونو سبب کیږی، چی خصوصا لوی مفصلونه لکه زانو او ستون فقرات هم تر اغیز لاندی راولی.

اعراض او علایم:

روماتیزم علایم دیر دی خو په اول قدم کی  داستراحت نه وروسته په مفصل کی درد پیداکیږی، هغه په دی مانا چی کله یو مفصل له یو اوږد مدت استراحت وروسته کله چی وغواړی مفصل ته حرکت ورکړل شی نو دی وخت کی درد احساسیږی،  یا مثلا کله چی سړی له خوبه پاڅیږی او حرکت وکړی نو دی وخت کې  مفصل درد کوی خو بیا وروسته له یو معین ځند وروسته درد نه کوی او عادی حالت ته راځی ، او بل په اسانی سره نه شی کولی خپل زانو کوږ او سیخ کړی البته درد به کوي.

دروماتیزم دپیداکولو اصلی علت تر دی مهاله نامعلوم دی خو لکه مخکی مو چی ذکر کړل دمعافیتی سیستم د کمزوری له وجهی هم کیدای شی چی بدن ته دبعضو باکتریاو د داخلیدو زمینه برابره او دمفصلونو دالتهاب سبب شی ،  همدارنګه لوړ عمرونه هم  روماتیزم باندی داخته کولو چانس زیات لری ځکه د دوی دبدن معافیتی سیستم وخت په وخت کمزوری کیږی،  چاغوالی د آرتروز خطر زیاتوی ځکه هغه لوی مفصلونه چی دبدن زیاتره وزن تحمل کوی تر فشار لاندی راولی او کیدای شی روماتیزم منځ ته راوړی.

د روماتیزم قطعی تداوی تر دی مهاله نه دی شوی چی پاک د ورک شی خو د یو شمیر رویشونو او لارو له امله کیدای شی دردونه کم کړی.

په سختو او شدیدو دردونو کی حتی د روماتیزم لپاره جراحی توصیه  هم شوی، چی  هغه زیان شوی مفصلونه تعویض کړل شی خو تر جراحی وړاندی  بعضی لاری چاری شته چی جراحی ته حاجت پیدا نه شی هغه داچی مفصلونوته باید تر یو خت پوری استراحت ورکړل شی، یانی ناروغ هر یو ساعت کی باید زیان شوی مفصل ته ۱۰ دقیقی  استراحت ورکړل شي ،  ورزش هم د داکتر په اجازه او دهغی تر کنترول لاندی ورزش وکړل شی یانی تر تولو پیاده روی او سپک حرکات تر څو هغه زیان شویو مفصلوته صدمه ونه رسیږی، دې سره به د مفصل شاوخوا اعضا وی قوی کیږی، کچیری د ورزش سره مو درد زیات کیدلو عاجل ورزش ته خاتمه او توقف ورکړی. که مو وزن زیات وی اول قدم کی مو وزن کم کړی، رژیم غذایی مو هم د داکتر په مشهوره برابره کړی.

Back to top button
واسع کلینیک