زېړی (یرقان)؛ لاملونه، نښې او درملنه Jaundice

زېړی څه شی دی؟ Jaundice:

کله چې د پوستکي لاندې د صفرا ماده، چې زېړ رنګ لري، د څه لاملونو له کبله جمع شي، پوستکی زېړه بڼه غوره کوي، چې دې ته زېړی یا Jaundice ویل کېږي.

دا ناروغي ډېر ډولونه لري. لکه سدي یرقان، بلغمي یرقان او داسې نور.

د زېړي لاملونه:

  • د تریخي (د صفرا کڅوړې) التهاب،
  • د صفراوي نل ورم،
  • دځینو مایکروبونو له امله په تریخي کې ورم جوړېدل چې د هغې له کبله د صفرا مایع د کولمو پر ځای په وینه کې ګډېږي او له هغې څخه زېړی پېدا کېږي،
  • په تریخي کې د کاڼي پېدا کېدل
  • او کله کله د چنجو له امله د تریخي په نل کې خرابی رامنځته کېږي، چې د زېړي لامل ګرځي.
  • سربیره پر دې په وینه کې د Bilirubin د مقدار له لوړوالي څخه هم زېړی پېدا کېږي.

د بیلي روبین مقدار د درې لاملونو له امله لوړېږي:

۱- PreHepatic Jaundice: په دې کې ځیګر سم کار کوي، خو په وینه کې بیلیروبین زیات جوړېږي. چې د زېړي لامل کېږي. لکه: Haemolytic Anaemia او HaemoLytic Reaction.

۲- Hepatic Jaundice: په دې ډول کې د ځیګر حجرات زیانمنېږي. له دې امله بیلی روبین په وینه کې جمع کېږي، لکه پر ځیګر د هیپاټایټس وایرل (Hepatitis-Viral) او نورو زهري ‌مادو او درملونو اغېز.

۳- :Post Hepatic Jaundice په دې کې ځیګر سم کار کوي، خو بیلي روبین د صفرا د نل د خرابۍ له امله له انسداد سره مخ کېږي، چې په وینه کې شاملېږي او د زېړي سبب ګرځي

یادونه: په وینه کې د بیلی روبین نارمل مقدار له 0.2 څخه تر 1.5 ملي ګرام في ديسي ليتر پورې دی، که چېرته دا مقدار له  3mg څخه پورته وخېژي، په سترګو او جلد کې زېړوالی لیدل کېږي.

د زېړي نښې:

  • د متیازو رنګ زېړ، د تیلو په څېر غوړ، پیکه او کله کله تور ته مایل وي،
  • غایطه مواد وچ او تور بخون وي،
  • عموما قبض موجود وي.
  • د سترګو رنگ ژېړ، ستونی او د بدن پوستکی وچ او بدن سست وي او کله کله ناروغ هر شی په زېړ رنګ سره ویني،
  • ناروغ سست همت، کمزوری او بې مزاجه وي،
  • د ښي اړخ پښتیو لاندې د زور په ذریعه درد واقع کېږي،
  • کانګې، د زړه بدوالی، د لوږې کموالی او د خېټې له غټوالي شکایت موجود وي
  • په ناروغ کې پورتنۍ نښې ورو ورو او کله يو دم پېلېږي.
  • کله کله د ناروغ په بدن او بندونو کې درد واقع کېږي او تبه یې له 102F څخه تر 103F پورې رسېږي.

لابراتواری ټسټ:

  • په وینه کې دB.C مقدار زیاتوالی کوي، د S.G.O.T او SGPT مقدار لوړېږي.
  • د Bilirubine مقدار هم زیاتېږي،
  • پروتین او Hepatitis “A” AntiBodies هم لوړېږي.

د زېړي درملنه:

  • د زېړي ناروغ ته Glucose-1000ml او یا Inj.Glucose.25%-25ml د ورید له لارې هره ورځ د څو ورځو لپاره ورکړئ.
  • VitK او Tab.Levergin ګولۍ د ورځې ۳ ځلې ورکړئ او Tab.VitC هم ورسره زیات کړئ.
  • دا ناروغي په ورو ورو ښه کېږي او خپل ځای ته رسېږي.
  • ناروغ ته MagnesiumSulphate او SodiumPhosphate محلول ورکول ګټه کوي.
  • ناروغ ته مولۍ، لېمو، ګني زیات ورکړئ او له غوړ او وازدې یې پرهېز کړئ

Jaundice from fitango
Back to top button
واسع کلینیک