سر سام یا د مننژ التهاب؛ لاملونه نښې او درملنه (Meningitis)

سر سام یا د مننژ التهاب (Meningitis)

دا يوه میکروبي ناروغي ده چې اکثره په کوچنيانو کې ليدل کېږي او په لويانو کې هم پيدا کېږي.

لاملونه:

دا ناروغي له يوه ځانګړي ډول ميکروب څخه چې Menengococ نومېږي پيدا کېږي، خو کله کله د ځينو نورو رنځونو څخه هم جوړېږي، لکه: چيچک، د وچکۍ تبه (thypoid Fever)، سينه بغل (pneumonia) او د ملاريا هغه ډول چې د هغې پرازيټونه په دماغ کې ځای نيسي.

همدارنګه له سختې ګرمۍ او د دماغ پر پردو باندې د سل (T.B) د اغېز او په وينه کې د زهري څيزونو له يو ځای کېدو څخه هم پورتنۍ ناروغۍ پيدا کېږي.

د مننژ التهاب نښې:

د ناروغ سر سخت درد کوي، تبه ډېره تېزه او لوړه وي چې آن د فارنهايت ۱۰۵ څخه تر ۱۰۶ درجو پورې رسېږي، ناروغ اپلتې وايي او ګډې وډې خبرې کوي، له رڼا څخه نفرت کوي، غاښونه يې له ژامو سره کلک نيولې وي، د ناروغ زړه راجګېږي او کانګې کوي.

د سحایا التهاب درملنه:

ناروغ بايد تروږمۍ (تياره) کوټې ته ولېږدول شي که تبه يې ډيره زياته وي پر سر يې واوره او يخې اوبه واچوئ او ټوټه ورته لمده کړئ او په سر يې ورته کېږدئ. Cap.Ampicillin-500mg  او له دې سره Tab.prednislone د خولې له لارې د ورځې درې دانې ورکړئ.

Inj.Pincillin ډير ښه کار کوي او له دې سره Inj.Decadron-4mg ډير ښه او ژر اغيز کوي. د بې هوشۍ په صورت کې ناروغ ته Serum-Dextrose+NaCl چې مخلوط سيروم هم ورته ويل کېږي د وريد له لارې 1000mg  تطبيق کړئ، البته Inj.Decadron 4mg  هم په سيروم کې ګډ کړئ. که ناروغ د خولې له لارې دوا نشي کارولای نو ان شاالله دا به يې د صحت ضامن وي. او Tab.Sulphadiazin څلور دانې يو ځای ناروغ ته ورکړئ او Inj.Benzylpencillin او یا Inj.PencillinGSodium ناروغ ته د عضلې له لارې سهار او ماښام پینځه سوه زره یونټه (500,000 units) تر هغې ولګوئ تر څو تبه او نورې نښې نه وي لرې شوي.

د نا آرامۍ او درد په حالت کې ناروغ ته Phenobarbitone او يا Calmpose که د خولې له لارې وي او يا د زرق له لارې يوازې يو ډول درمل ورته تطبيق کړئ، درد به یې رفع شي.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک