فلج څه شی دی؟ نښې، لاملونه، تشخیص او درملنه Paralysis

فلج څه ته وايي؟ Paralysis

د بدن د کومي برخي د حرکت د احساس ختميدو يا شل کيدو ته فلج ويل کېږي.

د فلج نښې:

که د ناروغ ښي اړخ دماغ زيان من شوي وي، نو د بدن چپ اړخ يې سست او کمزوری کېږي او که چپ اړخ دماغ يې زيانمن شوی وي نو د بدن ښې اړخ سست او کمزوری کېږي لکه مخ، لاس او پښه کمزوری او بې حرکته کېږي. ناروغ په ښه توګه الفاظ نشي ادا کولای او ځيني وخت د نورو خبرې هم په سمه توګه نشي اوريدای. او که چېرته فلج د دماغ پورتنۍ لويه برخه زيانمنه کړي نو له پورتنيو نښو سره ناروغ ته خوب او بيهوشي پيدا کېږي. چې دا ډول فلج ډېر خطرناک وي.

که‌ چېرته پورتنۍ نښې په ۲۴ ساعتونو کې ورکې شي او ناروغ عادي حالت ته راوګرځي نو دې ته Transient ischemic Atuke ويل کېږي. او که چېرته له ۲۴ ساعتونو څخه زيات دوام ورکړي Ischemic Infarction ويل کېږي.

د لومړي ډول نښې، يو شی دوه دوه ليدل، کانګي، زړه جګېدل، د سر چکر، ناروغ سم نشي ګرځېدای، خوله، لاس او پښې يې سم کار نکوي، يو اړخ يا دواړه اړخونه يې کمزوري کېږي.

د دويم ډول نښې چې د شکر او فشار د پوره نه کنترول له کبله رامنځته کېږي د بدن يو اړخ يو دم کمزوری او له کاره لوېږي، خو ناروغ په ويلو اواوريدلو کې کوم مشکل نه احساسوي. چې دا ډول دومره خطرناک نه وي او څه موده وروسته ناروغ عادي حالت ته راګرځي.

د فلج لاملونه:

يخ څيزونه په کثرت سره استعمالول، د ستون فقرات (شمزۍ) هډوکو ته صدمه رسېدل او کوم يو عصب پرې کېدل او يا د عصب زخمي کېدل ددې ناروغۍ اسباب دي.

يادونه: د انساني جسم د حس او حرکت ذريعه اعصاب دي. چې مرکز يې په دماغ او نخاع کې دی. که چېرته په مرکز او يا د مرکز په شاوخوا کې څه بندوالی پيدا شي د فلج ناروغي واقع کېږي.

د فلج تدابير:

ناروغ بايد په بستره کې ارام وکړي، که چېرته د ناروغ د وينې فشار ډېر لوړ وي بايد راکم کړای شي او ۹۰/۱۶۰ ته يې ورسوئ. يو دم يې کمول ندي په کار، ددې سره د دماغ په اغېزمنه برخه کې نور تاثيرات واقع کېږي. د ناروغ لاس او پښو ته د ورځې ۳ تر ۴ ځلې حرکت ورکول په کار دي. چې بندونه يې سخت نشي او په وريدونو کې وينه بنده نشي.

که ناروغ په يو او بل اړخ نشي اوښتی بايد هر دوه ساعته وروسته په يو بل اړخ واړول شي. څو زخمونه پکې واقع نشي.

د فلج تشخيص:

د ناروغ د وينې شکر (Blood Sugar)، Electrolytes، Createnine او Cholestrol بايد په لابراتوار کې ازمايښت کړای شي، چې د نارغۍ اصلي علت معلوم شي.

د فلج ناروغۍ درملنه:

  • هغه ناروغان چې عمر يې له ۴۰ کالو پورته وي درملنه يې مشکله ده، د فلج ناروغان بايد د ډاکټر په لارښوونه VitB Campound (VitB1+B6+B12) ګولۍ استعمال کړي. انجکشن د ورځې يو ځلې او ګولۍ د ورځې درې ځله د ۱۵ ورځو لپاره استعمال کړي.
  • دې ناروغ ته بايد د انتي بيوتيک درمل څخه هم کومه يوه ورکړل شي، ناروغ ته په لومړنيو څلور پنځو ورځو کېDextrose او Sal.Normal solin1/2 په ۲۴ ساعتونو کې له ۵۰۰ cc څخه زياتول ندي پکار.
  • که چېرته د ناروغ نمونيا او يا یې ادارار کې انفکشن وي ژر تر ژره يې درملنه وکړئ. په همدې توګه Dexamethasone 4mg د وريد له لارې هر ۶ ساعته وروسته تکرار او د څلورو ورځو لپاره يې ورکړئ.
  • که چېرته تر څلورو ورځو پورې د ناروغ حالت مخ په ښه کېدو شو، ناروغ ته فزيوتراپي پيل کړئ. او که ناروغ تر دې مودې پورې د ښه کېدو په حالت نه وو، نيورو سرجن (د اعصابو جراح) ته يې وليږئ، چې لازم عمليات يې اجرا کړي.

 

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک