لقوه یا د مخ فلج څه شی دی؟ نښې، لاملونه او درملنه Facial paralysis

لقوه یا د مخ فلج څه ته وايي؟ Facial paralysis

دا هم د فلج يو ډول ناروغي ده خو پدې کې يوازې د مخ عضلات متاثرېږي. هغه اعصاب چې د ورمېږ له هډوکي څخه وتلي د مخ په عضلاتو کې يې شاخونه تيت شوي دي، که چېرې په دې اعصابو کې څه ډول خرابوالی رامنځته شي نو د لقوې ناروغي پيدا کېږي. چې ددې ناروغي دوهم نوم Bells palsy دی.

لاملونه:

ددې ناروغي سببونه د ساړه لګېدل، د يخو شيانو استعمال، د غوږونو عمليات، د زهروي موادو تاثير، اتشک، د شکر ناروغي، او د مفصلونو درد ګڼل کېږي. ځينې وخت يخ رانجه استعمالول، په پان کې پيپر منټ خوړل او په سر باندې يخ تېل اچول هم ددې ناروغي سبب کېږي.

نښې:

 

د خولې کوږوالی او له هغې څخه د لاړو بهېدل،
ناروغ په خپله اراده لاړې نشي تف کولای او نه پوکی کولای شي،
د يوې سترګې کوږوالی او بندېدل او له سترګو څخه د اوښکو بهېدل يې نښې دي.
ددې ناروغي اغېز په هغه اړخ کې واقع وي د کوم اړخ سترګه چې پوره نه بندېږي.

درملنه:

د فلج په طريقه د دې ناروغۍ هم درملنه کېږي. ناروغ ته بايد د Inj.Vit B Campound  امپول د ورځې يو ځلې په عضله کې تر ۱۵ ورځو پورې زرق شي. په غوږونو کې بايد ګرمې اوبو واچول شي. د ورمېږ په مهرو ګرم تېل ومښل شي او ښه مالش شي. مخ بايد د يوي ټوټې يا دستمال په ذريعه پټ کړای شي‌.

او Tab.Prednisolon او يا ددې بل مرکب ۶۰mg  د ورځې يعنې د ورځې ۱۲ دانې ګولۍ بايد د پنځو ورځو لپاره استعمال شي.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک