له دماغ څخه د وينې جريان، لاملونه، نښې او درملنه (Cerebral Haemorrage)

له دماغ څخه د وينې جريان (Cerebral Haemorrage)

په دماغ کې د کوم شريان د څیرې کېدو (پرې کيدو) ته د وينې جريان وايي، چې مهلکه او خطرناکه ناروغي ده.

 

اسباب:

د اتشک ماده، پرمختللې ملاريا، مزمنه محرقه، د وينې فشار زياتوالی او په سر باندې سخته صدمه ددې ناروغۍ عوامل دي.

نښې:

  • د سر سخت درد او له هغې سره د ناروغ بې هوشه کېدل،
  • د جسم د عضلاتو سستوالی،
  • د سترګو د کسيو پراخوالی،
  • که د ناروغ د پښو تلو باندې څه شی ولګېږي نو ناروغ پښې نه شي خوځولای،
  • د ناروغ سترګي نه بنديږي.

وړاندوينه (پيش بيني)

د وينې له د ماغي جريان څخه څو ساعته وروسته مرګ واقع کېږي او که په ناروغۍ يو څو ساعتونه واوړي، نو بيا يې د جوړېدو امکان پيدا کېږي خو په ناروغ کې به د فلج اغيز د ټول عمر لپاره پاته وي.

درملنه:

ناروغ ډېر زيات احتياط او نګرانۍ ته اړتيا لري. ناروغ ته ګلوکوز او د مالګي مخلوط سيروم SerumGlucose+Nacl درې څلور بوتله د وريد له لارې تطبيق کړئ. د ناروغ ادارار کتيتر په ذريعه اخراجوئ، ناروغ لټ په لټ اړوئ، څو د بستر زخم ورته جوړ نه شي.

ناروغ خواړه او اوبو نه شي خوړلای ددې خيال ساتئ او د اوربشو يا ميوې اوبه ورکړئ. په خطرناک حالت کې ناروغ روغتون ته ولېږئ څو هغه وينه چې په سر کې يې منجمده ده د عمليات په ذريعه بهر شي.

 

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک