له پزې څخه وینه بهېدنه | سببونه، مخنیوی او درملنه

ولې پیدا کيږي او د مخنیوي لپاره څه باید وکړو؟

د پزي څخه وینه بهیدنه هغه وخت صورت نيسي چې د پزي په اوږدوالي کې کوچينی رګ زیان وویني، اکثرا د پزي بهیدني څخه بیریږي او د ناروغی احساس کوي مګر ډیر وخت ضرر نه لري.

د پزي څخه وینه بهیدنه په کوچینانو او ډیر عمره خلکو کې ښکاره دی.

دا مشکل مختلف عوامل کولای شي ولري چې دلته به يې تر بحث لاندې نیسو:

د پزي د بهیدني په علتونو کي کولای شو د محیط وچوالی، د پزي جراحي، له درملو څخه استفاده لکه اسپرین، د پزي زیانمنېدل، حساسیت، عفونت، لوړ فشار، اتراسکلروز، د ویني د پړن کېدلو اختلاطات او کوکاينو څخه استفاده یاده کړو.

په دې حالاتو کې د ویني بهیدل د پزي د مخکیني برخي څخه شروع کیږي فرق نه کوي چې څوک ناست وي که ولاړ ځکه وینه بهیدنه په دواړو حالتونو کې پیښیږي.  په لنده بل او وچه هوا کې یا لنده بل یا په ډیره سړه هوا کې کیدای شې دا وینه بهیدنه رامنځته شې.

د پزي عمقي یا داخلي وینه بهیدنه د پزي په دننۍ برخه کې شروع کیږي؛ چې د ژبي لاندینۍ برخي او د ستوني په لور جریان پیدا کوي. کیدای چې په ناسته او په ولاړه کې هم رامنځته شي. اکثرا وختونو په ډیر عمره خلکو او هغه چا چې ډیره ضربه لیدلي وي پښیږي دا ډول وینه بهیدنه که چیري شدیده شه درملني ته اړتیا لري.

د مخنیوی طریقه:

د پزي څخه وینه بهیدنه جدي ستونزه نه دی او په اساني سره یې درملنه کیږې مګر د دي اختلال په تکرار سره جدي درملني ته اړتیا ده. د مخنیوي لپاره یې فقط یو څو کورنی طریقې دلته یاده وو:

د پزي څخه وینه بهیدنه لوی مشکل نه دی کله چې له دي ستونزي سره لاس ګریوان شولاست مهمه نقطه ستاسو ارامښت دی وروسته کښینی یو څه د شا خواته ځان کوږ کړﺉ خپل سر د سینې له قفس څخه یو څه پورته (له زړه پورته) ونیسی تر څو وینه بهیدنه کمه شي. په ستوني ستخ پروزی تر څو وینه لاندي او د حلق شاته جریان پیدا کړي.

د پزي څخه په ویني بهیدنه کې په شا تکیه کول معدي ته د ویني جریان زیاتوي او همدارنګه د معدي د تحرکیت سبب ګرځې.

د شهادت او سبابې په ګوته خپله پزه د ویني بهیدا په وخت کي 5 دقیقې ټینګه کړﺉ که يې چیرې ویني بهیدني ادامه پیدا کړه تر 10 دقیقو پوري دا کار وکړﺉ، کله چې وینه ودریدله نور کارونه لکه پریوتل، زیات حرکت او داسي نور مه ترسره کوﺉ.

Back to top button