لړزېدنه څه شی دی؟ لاملونه، نښې او درملنه (Chorea)

لړزېدنه څه ته وايي؟ (Chorea)

زموږ ورمېږ، لاسونه او پښې عضلو او پولو پوښلي چې په هغو کې د څه زيان له امله سر، لاسونه او پښې لړزېږي او په پرله پسې توګه رپېږي، دې لړزې ته Chorea ويل کېږي.

د لرزې لاملونه:

دا ناروغي زياتره موروثي شکل لري او کله کله له دماغي کمزوري او روماتيزم نه هم پيدا کېږي.

نښې:

د لاس او پښو پرله پسې رپېدل،
نا ارامي،
کمزوري،
په خبرو او خوړلو کې ستونزه او داسي نور ددې ناروغۍ نښي دي.

درملنه:

که ناروغي موروثي وي نو درملنه نه لري او که د روماتيزم له کبله وي نو د هغې مطابق درمل ورته توصيه کړئ. لکه Tab.Brufin 400mg د ورځې درې دانې وروسته له غذا څخه يا Tab.Butazolidin يا Tab.Oxyphenbutazon او ددې ترڅنګ ناروغ ته  Tab.Prednisolon  یا Tab.Betnesol د ورځې درې ځله په مړه ګېډه ورکړئ او که رنځ د دماغ د کمزورۍ له امله وي، نو ناروغ ته Inj.vitB+B6+B12 يا Inj.Neurobion  يوه ورځ وروسته يو زرق په عضله کې ورکړئ او Tab.Ciplarfort دې د ورځې درې ځله د کافي ورځو لپاره استعمال کړي.

 

 

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک