لېونتوب؛ سببونه او درملنه (Mania)

لېونتوب (Mania)

په اسانۍ څرګندېدونکی ناروغي ده، چې د ناروغ عقل له منځه ځي، ناروغ شور ماشور او غالمغال کوي او چټيات وايي، څوک چې ورسره مخ کېږي کنځلې کوي او هر څه چې په خوله ورځې هغه وايي، جامې شلوي، کله کله ځان وهي او په نورو هم صرفه نه کوي په حيا او عزت خبرې نه کوي چې دا د لېونتوب مهمې نښې دي.

 

اسباب:

کورنۍ پرېشاني، رنځ او غم، روحاني صدمې د شرابو او چرسو استعمال ددې رنځ ځانګړي سببونه دي.

د لېوني سپي له داړلو څخه هم لېونتوب رامنځته کېږي هغه لېونتوب چې ددې له وجې رامنځته کېږي د هغې مهمې نښې دادي: ناروغ له اوبو څخه ډارېږي، له اوبو تښتي او له څښلو يې انکار کوي.

درملنه:

د عام لېونتوب ناروغانو لپاره Tab.Diazepam،Tab.Largactil  یانې Tab.Chlaspromazine  او Tab.Phenobarbiton ګټور دي، چې د ناروغ د شدت په اندازه يې شمير زيات او کمېږي.

که چېرته ناروغ ګولۍ استعمالولای نشي يا يې رنځ ډېر سخت وي نو Inj.Largactil.50mg  او یا Inj.Siquil.2cc ورته زرق کړئ که چېرته په پورتنۍ درملنې سره ناروغ ښه نه شي د اعصابو او دماغ متخصص (څانګوال) ته يې ولېږئ، چې د برق شاټونه ورکړي.

د ليوني سپي داړلي ته Anti Rabies واکسين ۱۴ ورځې د ګېډې په جلد کې ورکول کېږي.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک