نیم سري درد څه شی دی؟ Migraine

د سر نیم سري درد څه شی دی؟ Migraine

دا د سر یو سخت ډول تشنجي درد دی، چې سهار له لمر ختلو سره پيل او څومره چې د لمر وړانګې زیاتېږي، هومره زیادت کوي.

له غرمې وروسته دا درد کميږي درد عموما د سر يو اړخ ته وي، چې زياتره زړه بدوالی او کانګي ورسره ملګرې وي.

 اسباب:

په ښځو کې د حيض خرابي، زيات دماغي کار کول، ذهني پريشاني، قبض، په سخته ګرمي او يخني کې بهر کار کول يې هم سببونه دي. کله کله موروثي جنبه هم لري او د ويني له لوړ فشار څخه هم پيدا کېږي. د سترګو خرابی هم پدې درد کې رول لري.

درملنه :

بايد د ناروغۍ اصلي ريښې پيدا شي د هغې مطابق درملنه وکړای شي. د ايرګوټ مرکبات لکه : د ورځې ۲ يا ۳ ځلې Tab.Migranil، د ورځې درې ګولۍ Tab.Cafergot، د سخت درد په وخت کې چې کانګي هم ورسره وي Inj.Ergotamin، کله چې سهار درد پيدا کېږي ناروغ ته Tab.Analgin يا Tab.Saridon يا Tab.Apidine او يا بله کومه د درد دوا ورکړئ ترڅو درد ورک کړي. له دې سره ناروغ ته Tab.Valium، Tab.Largactil، Tab.Fquibrome او Tab.Calamphas غوره کار کوي.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک