هیضه یا کولرا؛ لاملونه، نښې او درملنCholera

هیضه یا کولرا Cholera:

دا یوه میکروبي ناروغي ده او په وبايي شکل خپرېږي او کله کله د بدهضمي له کبله اسهال هم د هيضې بڼه غوره کوي.

د کولرا باکتزیا – ویبریو باکتریا 

د کولرا لاملونه:

  • د کولرا میکروب جسم ته ننوتل
  • د خوړو خرابوالی.
  • د زړې او چټلې غذا چې د میکروب په ذریعه ککړه شوې وي خوړل.
  • د هغو سبزیجاتو او میوو خوړل، چې په میکروب لړلي وي.

د کولرا نښې:

  • په لومړي سر کې قی او اسهال سره د غذایي موادو توتې راوځي،
  • له هغې وروسته د وریجو د اوبو په څېر دستونه پیلېږي،
  • له کانگو سره اوبه راوځي، چې د کانګو او اسهال له کبله ناروغ ډېر کمزوری کېږي،
  • نبض يې کمزوری،
  • خوله یې وچه،
  • په بدن کې يې د اوبو کموالی رامنځته کېږي،
  • بدن یې یخ او ناروغ زیاته خوله کوي،
  • نبض يې نه حس کېږي او یا ډېر کمزوری وي،
  • لاسونه او پښې شخوالی پیدا کوي،
  • سترګې د اوبو د کموالي له کبله ژورې او دننه ننوځي،
  • ټول بدن كلك او شخېږي،
  • ناروغ ژر ژر اوبه غواړي او غږ يې صاف نه راوځي، چې دا ټولې خطرناکې نښې دي.

د کولرا درملنه:

  • د هيضې د درملنې لپاره له هر څه دمخه باید د بدن اوبه او مالګه پوره شي، کانګې بندې شي او د ناروغ کمزوري ختمه کړی شي او قوت یې پرځای کړی شي.
  • په دې ناروغۍ کې عموما ناروغ ته د خولې له لارې درمل ور کول نه دي پکار.
  • که چېرته ناروغ ډېر کمزوری نه وي او ژر ژر کانګې کوي، باید ډېر زر ورتهSiquil او یا Inj.Gravinate زرق کړئ او یا ورته Inj.Largactil-50mg له Infa.Dextrose+Normal-Saline-1000ml سره مخلوط ناروغ ته یې د ورید له لارې تطبیق کړئ.
  • او په سيروم کې د کمزورتیا یا د وینې د فشار د ټیټوالي په صورت کې Decadron  هم ګډ وکړئ.
  • د دستونو د دفع کېدو په پار ناروغ ته Chlorostrep , Tab.Metodin او Dependal ښه درمل دي.
  • په همدې توګه ناروغ ته AntiBiotic درمل لکه: Teramycin-250mg د ورځې څلور ځله او یا سترپتوپنسلین Inj.Strepto-Pencillin-1g د ورځې یو یا دوه ځلې د عضلې له لارې تطبیق کړئ.
  • ناروغ ته یخې اوبه، لیمو له اوبو سره او یا په اوبو کې ګلوکوز پوډر ورکړئ.
  • ناروغ ته توصیه وکړئ، چې د مالګې او ګلوکوز ګډ محلول (O.R.S) بیا بیا استعمال کړي.
  • د ډېرې کمزورتیا په صورت کې ناروغ ته درې یا څلور بوتله سیروم تطبیقول ضروري‌دي، چې په دې توګه به انشاء الله ددې ناروغۍ مخنیوی وشي‌او ناروغ به له دې خطرناکې ناروغۍ څخه وژغورل شي.

د کولرا په اړه سلايډ

 

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک