وبايي نزله او زکام؛ لاملونه، نښې او درملنه(Flu)

وبايي نزله او زکام (Flu)

زکام کله کله وبايي شکل غوره کوي او د يوه کلي ټول کسان پرې اخته کېږي، چې وبايي زکام ورته ويل کېږي.

لاملونه:

ددې ډول زکام سبب يو خاص ډول وايروس ده، چې د ناروغ جسم ته ننوځي او ددې ناروغۍ سبب کېږي.

 

د زکام مختلف ډولونه

نښې:

  • ناروغ ته نزله او زکام رسېږي،
  • تبه يې لوړيږي او له ۱۲۰ څخه تر ۱۴۰ پورې رسيږي،
  • په لاسونو، پښو او د بدن په نورو برخو کې سخت درد پيدا کېږي
  • د سر درد او سينې درد يې ځانګړې نښي دي، د ناروغ ژبه ښويه او ستونی يې درد پيدا کوي چې ټوخی هم ورسره وي،
  • د مفصلونو درد د تبې له زياتوالي سره ټول بدن خوږېږي، په لږ وخت کې نژدې خلک ټول په دې ناروغۍ اخته کېږي.

درملنه:

ددې ناروغۍ اصلي درملنه نشته، خو که له دې ناروغۍ له امله د انسان په بدن کې کوم خرابوالی راشي هغه بايد معالجه شي، لکه نمونيا، ټوخی، تبه او داسې نور بايد د هغې مطابق دوا ورکړی شي.

د دردونو کمېدو لپاره د درد ضد دوا توصيه کړئ لکه  Tab.Panadol  یا Tab.Dipyron يا Tab.Paracetamol او داسي نور د ورځې څلور پنځه ځله يوه يوه ګولۍ چې دې سره به تبه کمه او درد رفع شي. ناروغ ته Cap.Teramycin  د ورځې څلور ځلې او يا Inj.Streptomycin+Pencillin د عضلې له لارې ورکړئ په همدې توګه  Tab.Actifidcold،Tab.Colden، Tab.fluze او Cap.Contec  د زکام د تسکين او د پرمختګ مخنيوي ځانګړي درمل دي.

 پرهېز:

  • ناروغ بايد له يخې هوا څخه ځان وساتي
  • غوړ او خواږه استعمال نه کړي
  • په ګرمو اوبو کې مالګه واچوي او پوزي ته يې ونيسي بخارات يې تنفس کړي.

Editorial Team

Wasiclinic Publisher Team. Share the articles with your friends, and connect with us on social media.
Back to top button
Wasiclinic