ټینشن څه شئ ده؟

درنه لوستونکیه ښایی ډېر دی اوریدلی وی چی ناروغ ته ټینشن ده.

په ځانګړی ډؤل بهرنی ډاکټران دا ټکئ ډېر کاروی – وایی چی ناروغ ته ټینشن ده.

اوس پوښتنه دا ده چی ټینشن ده څه شئ؟

ټینشن نور څه نه بس یواځې یو ویرونکئ خیال ده چی د ناروغ ذهن ته راځی او هغه ناروغه کوی.

د بیلګي په ډؤل یو سړئ اوری یا وینی چی په فلانکی سړئ د زړه حمله راغلی وه مړ شو.

دا خیال د ده په ذهن کی بیا بیا راګرځی او ویریږی چی هسی نه پخپله پدی سړی د زړه حمله راشی. دا هغه وخت ده چی دی خپل زړه ته ډېر خیال کوی – د ډېر خیال له کبله ورته کټ مټ د زړه د ناروغئ په څېر ستونزی پیدا کیږی. ناروغ پدی خیال ډاکټر ته ځی چی د زړه حمله پری راغلی ده. له ویری یی رنګ پک تښتیدلی وی، وار پار یی خطا وی، د ستړیا او ان کله کله د سر د تاویدو احساس کوی، کله کله ان خپل هوش له لاسه ورکوی او په ځمکه رالویږی.

دا نو هغه وخت ده چی د ځنې ډاکټرانو غوا هم لنګه او دوه غبرګ ښځینه بچی راوړی. ناروغ ته بی شمیره معاینی لیکی، اکسیجن ورته لګوی، سیرومونه ورته تیروی، بوجئ بوجئ درمل ورته لیکی او پدی ډؤل یی جیبونه ښه لټوی. دا چی څه وخت وروسته د ټینشن حمله پخپله له منځه ځی نو ناروغ بیرته کور ته روغ رمټ ستون او سبا یا بله ورځ بیا پری د ټینشن حمله راځی او بیرته بیا ډاکټر ته ورځی – پدی ډؤل د ناروغ او ډاکټر تر منځ پخه رشته جوړیږی. خو څه وخت وروسته ناروغ نور ستړئ او بل ډاکټر ته ځی. د ډاکټرانو د ادلون بدلون دا لړئ تر هغه وخته روانه وی چی ناروغ داسی یوه ډاکټر ته ورسیږی چی د ټینشن درملنه ورته شروع کړی.

دا ډؤل ناروغان زمونږ په هیواد کی ډېر زیات دی. د دی حملی په وخت ځنی ډاکټران ناروغ ته وایی چی د وینی فشار دی لوړ شوی ده – پدی صورت کی چی کله په ناروغ د ټینشن حمله راشی نو فکر کوی چی بیا یی فشار لوړ شو، لوړ فشار ته ورته نښې نښانی پکی پیدا کیږی، ناروغ وایی سر می ونیول شو، زړه می تنګ شو، زړه می په دربیدو شو. لدی ویری بیا سمدستی ځان ډاکټر ته رسوی. لنډه دا چی بس ناروغ وی او ډاکټران خو ناروغ مکمل نه رغیږی.

دا ډؤل ناروغان ښایی تاسو هم ډېر لیدلی وی چی وایی د زړه تکلیف لرم، د وینی فشار لرم یا می وینه غوړه ده – ډېرئ دا ناروغان هیڅ ستونزه نلری بلکه یواځې د ټینشن څخه رنځېږی. او که د ټینشن مناسبه درملنه یی وشی نو رغیږی.

په درنښت.

Back to top button
واسع کلینیک