پارکنسنز ناروغي، لاملونه، نښې او درملنه Parkinson’s  

پارکنسنز Parkinson’s

دا یوه عصبي ناروغي ده، چې دې سره ورو ورو دناروغ په حرکاتو او سکناتو کې توپیر پیدا کېږي او کله کله پښې او لاسونه غیر ارادي لرزه کوي.

لاملونه:

تراوسه د دې ناروغۍ خاص لامل او سبب نه دی معلوم شوی.

 

نښې:

  • د مخ، ورمېږ، ورنونو او مټو په عضلاتو کې سختوالی او شخوالی پیدا کېږي،
  • له غم او ښادۍ سره د مخ په عضلاتو کې هېڅ ډول بدلون نه حس کېږي،
  • ناروغ د سترګو پلك نه شي بندولی.
  • په ټول بدن کې شخوالی احساسېږي، په تګ او راتګ کې ستونزي لیدل کېږي
  • كله لاس او پښې رپېږي او کله هېڅ حرکت نه شي کولای.
  • ناروغي ورو ورو پرمختګ کوي، په وروستي پړاو کې په نمونیا اخته کېږي او مرګ واقع کېږي.

درملنه:

د دې ناروغۍ کوم خاص علاج نه شته، د نا آرامی، درد او شخوالي لپاره ناروغ ته ټینچر بلادونا (Tincture-Belladona) ۱۵ پونډه اوبو سره محلول کړئ او په ناروغ يې د ورځې درې ځلې وڅښئ. Tab.Phenoborlitone د ورځې درې ځلې ناروغ ته ورکړئ. د درد لپاره Tab.Omnidol د ورځې ۴ دانې ناروغ ته په څلور ځلو ورکړئ. د پوره درملنې لپاره د ناروغ د دماغ د Thalmus برخه د متخصص په ذریعه عملیات کېږي.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک