پنځه خوږې میوې چې د شکر ناروغ یې هم خوړلی شي

شکر د نړۍ تر ټولو چټکه خوریدونکې او زیاته اخته کېدونکې ناروغي ده، تازه راپورنه وايي چې اوسمهال په نړۍ کې تر ۴۵۰ ملیونو زیات کسان په دغه ناروغۍ اخته دي.

شکر دوه ډوله ناروغۍ لري، کم شکر او زیات شکر، چې په یوه کې باید ناروغ خوږه وخوري خو په دویم ډول کې باید له خوږې څخه پرهیز وکړي، همدا ډول ډاکټران ناروغ له بېلا بېل څښاک څخه هم منع کوي.

د شکر ناروغان یوازې په دغه ناروغۍ نه، بلکې ورسره په پښتورګو او زړه ناروغۍ او د چاغوالي ستونزو سره هم مخ کیږي، د همدې لامله ډاکټران ناروغ ته د زیاتې پاملرنې او ډول ډول تازه میوو نه خوړلو توصیه کوي.

دلته هغه میوې وړاندې کوو چې د شکر ناروغ یې په خوړلو له کومو ستونزو سره نه مخ کیږي.

امرود:

امرود کې زیاته کچه فایبر موندل کیږي، دا په وینه کې شکر زیاتوالي ته نه پریږدي، امرود د هاضمې سیستم ښه کولو سربېره یو شمېر نورې روغتیایي ګټې لري.

شفتالو:

شفتالو په سلاد کې هم استعمالیږي، د شکر ناروغ کولای شي شفتالو بې له کومې ستونزې یا د شکر زیاتوالي فکر کولو څخه وخوري.

کیوي:

کیوي په میوو کې ځانګړی خوند لري، په دې کې ویټامن ای او سي دواړه شتون لري، کیوي په وینه کې د شکر کچه نه لوړوي.

مڼه:

هره ورځ سهار په نهاره یوه مڼه خوړل مو ډاکټر ته له ورتلو څخه ژغوري، په شکر ناروغۍ اخته کسان کولای شي مڼه وخوري، په دې کې فایبر موجود دي، همدا ډول د هاضمې سیستم غوره کولو کې هم مرسته کوي.

مالټه:

مالټې د شکر ناروغ لپاره غوره میوه ښودل شوې ده، په دې کې فایبر، ویټامن سي او پوټاشیم زیاته کچه موندل کیږي، چې د شکر ناروغ لپاره ښه دي.

Back to top button
واسع کلینیک