په ادرار کي د وینو موجودیت د څه شي ښکارندوی دی؟

په ادرار کي د ویني موجودیت ډیر وخت خاصه ستونزه نلري او د درملني بغیر دا ستونزه حل کیږي ولي کیدای شي په یوه شخص کي د اندیښني وړ دلایل ولري چې په دي حالت کي نوموړی شخص باید داکتر ته مراجعه وکړي.

زیات دلایل کیدای شي په ادرار کي د ویني ښکارندویي وکړي:

د پښتورګو او د بولي مجرا عفونت چې د لاندي علایمو درلودونکي وي:

✔ التهاب

✔ د ادرارو تکرار

✔ درد او سوزش

✔ تبه او د ادرار تیز بوی

✔ د پروستات غټوالی چې د ادرار د جریان په درولو سره د شدید درد د احساس کولو باعث کیږي.

ډیر ورزش چې د مثاني ته خطر سبب ګرځي.

د وارفارین، هپارین او اسپرین دوا ګانو ډیر استعمال.

د درملني لپاره باید باید داکتر ته مراجعه وشی.

Back to top button
واسع کلینیک