په مبایل زیاتې خبرې کول به درته دغه ناروغۍ پیدا کړي

ډېری وخت خلک په مبايل کې زياتو خبرو ته لېواله وي، ان تردې چې ځينې کسان له سهاره بيا تر نيمې شپې له خپلو خپلوانو او ملګرو سره په ټېليفون خبرې کوي، خو که زیانونو یې خبر شي، په دېرې اسانۍ به هم ورته زړه ښه نه کي.

دا په یاد ولرئ، که مو په مبایل کمې خبرې کولې، له لاندې ناروغیو به په امان یاستئ.

۱- دماغي کېنسر پیدا کوي.

۲- فشار زیاتوي.

۳- د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي.

۴- د سترګو نظر کمزوری کوي.

۵- بې خوبي رامنځ ته کوي.

۶- د ښه فکر کولو لپاره خنډ جوړيږي او تل به مو توجه بل ځای وي او په یوه موضوع به ښه تمرکز نه شی کولای.

۷- د موټر چلولو په صورت کې له ترافیکي پېښې سره مخامخ کیدل چې د مرګ سبب کیږي

۸- زهني ستونزې پیدا کوي.

۹- که موبائیل مو په لرزه کې ساتی، نو داسې وسواس به درته پیدا شي چې که زنګ درته راهم نه شي، یو ډول داسې حساسیت به ورسره لرئ، چې زنګ به درته راځي.

۱۰- انسان شنډوي هغه که ښځه وي او که نر، چې زیاتې خبرې په موبایل کوي، د اولاد هورمون له منځه وړي.

۱۱- د خفګان لامل کیږي، هر څومره چې زیات غږېږئ، هغومره به بې دلیله خفه یاستئ.

۱۲- د اورېدو حس مو له منځه وړي، چې په سمه توګه به لوړ غږ هم نه شی درک کولای.

۱۳- د مخ پوستکي د ناروغۍ لامل کیږي، چې د مخ پوستکي اصلي رنګ له منځه وړي.

Back to top button
واسع کلینیک