ځنکدن (نزع) او مرګ څه ته وايي؟

ځنکدن (نزع) او مرګ څه شی دی؟

مخکې له دې چې مرګ راورسېږي لومړی د عصبي سیستم د مرکز په اعمالو کې توقف رامنځته کېږي. د دې مرکز د اعمالو توقف په ترتیب سره د مغزله قشره (Cerebral Cortex) تدریج سره داخلي مغز (Inter brain) او منځني مغز (Mid brain) او بالاخره نخاع ته رسېږي.

نزع یا ځنکدن (Agony) د مرګ مخکینۍ مرحله ده، ناروغ کېدای شي له څو ساعتو څخه تر درې ورځو پورې د نزع په حالت کې وي.

د دې پړاو ځانګړنې د عصبي سیستم د مرکز د کار له اختلال او د ټولو حياتي اعمالو له خلل څخه عبارت دی، په همدې توګه تنفس متناوب او نامنظم کېږي، د قلب په اعمالو کې ضعف واقع کېږي، د تودوخې درجه تنزل کوي او بالاخره بيهوشي رامنځته کېږي.

Editorial Team

Wasiclinic Publisher Team. Share the articles with your friends, and connect with us on social media.
Back to top button
Wasiclinic