کانګې او زړه راجګېدل او درملنه یې Nausea-Vomitting

کانګې او زړه راجګېدل Nausea-Vomitting:

کانګې کول پخپله کومه ناروغي نه ده. باید اصل سبب یې ولټول شي، ځکه چې ډېری د نورو عوارضو له امله رامنځته کېږي.

  • که چېرته له کانګو سره اسهال هم وي، نو د خېټېې اصلاح کول ضرور دي
  • او که چېرته له کانګو سره سر درد او تبه وي، نو د څه میکروبي لاملونو له امله به وي. باید هغه لوري ته توجه وشي
  • او که له کانګو سره په ښي اړخ کې درد وي، نو د ځیګر، تریخي څه ناروغي به وي،
  • که له کانګو سره د خېټې لاندینی ښي اړخ درد کوي، نو د کولمو د ورم او اپنډیسایتس ګومان پرې کېدای شي.
  • او یا که له کانګو سره په ټوله خېټه یا د نامه په برخه کې درد وي، نو د چنجو له کبله به وي.
  • د کانګو لوی لامل په خېټه کې د چنجو شته والی دی، چې په ماشومانو کې %60 کانګې له همدې لامله وي.
  • د حمل واقع کېدو په وخت کې هم په ښځو کې کانګې واقع کېږي،
  • پرته له دې د معدې زخم، د معدې تخریش او قولنج د کانګو اسباب دي.

د کانګو درملنه:

  • د سختو کانګو پر مهال ناروغ ته Stimitil, Inj.Siquil او یا Inj.Largactil د عضلې له لارې زرق کړئ
  • او یا Gravinat, Inj.Marazin او یا Inj.Dramin ورته تطبیق کړئ. ماشومانو ته پورتني درمل ډېر لږه اندازه ورکړئ.
  • ناروغ ته له ۲ څخه تر ۴ ساعتو پورې د خولې له لارې درمل مه ورکوئ.
  • د کانګو اصلي لامل ولټوئ او د هغې مطابق یې معالجه کړئ
  • د حامله ښځو د کانګو د مخنیوي لپارهPyrenisin ګټورې ګولۍ دي. نارمل سلاين سيروم هم ګټه رسوي.
  • که چېرته د سفر پر مهال په موټر يا الوتکه کې د کانګو سابقه وي، نوناروغ ته Avamine  او یا Tab.Largactil-25mg له سفر څخه دمخه ورکړئ.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک