که چېرې د ښځې بکارت پرده وینه نشي؟

سوال : اوله دا چي كله يو نارينه دواده په اوله شپه خپل دميرمني سره نزدېكت وكړي نو رایج خبره ده چې كه يوه ښځه سمه وي او غلته نه وي نو هغه يو څه اندازه وينه كوي نو كه يو كس نا پوه وو او بيا يي تر ډيري مودې وروسته پوه شو او چي زما دښځي فرض خو وينه و نه كړه نو څه به كوي؟ او كه ددي ښځي تر ګناه دپوهېدو وروسته ورتېر سي ايا دا ګناه ده او كه ثواب ؟
جواب :
حامداً و مصلياً
د پيغلي د فرج د بکارت پرده د جماع څخه ماسېوا په نورو شيانو هم له منځه ځي ، مثلاً پر پېغلتوب يې ډېر وخت تېر سي يا ډېر حيضونه ورته پيښيږي ، يا وغورځي يا د يو ناروغۍ له کبله يې د بکارت پرده زايله سي (۱)، ځکه نو باید پر مسلماني ښځي بدګماني ونه کړل سي (۲) ، او نه بايد د و يني په نه کولو هغه بد لمنې وبلل سي ، د زنا تور پر مسلماني ښځي لګول لوی جرم دى
Back to top button
واسع کلینیک