بې خوبي څه شی دی؟ تدابیر او درملنه Insomnia

بې خوبي (Insomnia)

بې خوبي په بدن کې د بلې کومې عارضې له کبله رامنځته کېږي او اکثره وخت د چای د زيات استعمال، د غم او تشويش له امله، د ګېډې خرابوالی او د زياتي مطالعې له کبله پيدا کېږي. د ځينو رنځونو د درد او شدت له کبله هم خوب کميږي د خوب راتلو لپاره لاندي تدابير نيول پکار دي.

د خوب لپاره تدابير:

د ګرمو شيدو څښل، مالش کول، کوم سخت کتاب داسې مطالعه کول چې په دماغ زور واچول شي.

د بې خوبي درملنه :

يوه ګولۍ نيم ساعت مخکې له بسترې Tab.Phenobarbiton-60mg يا خوب د تلو په وخت کې يوه دانه Tab.Diazepam- 2.5.10mg يا يوه ګولۍ د شپې لخوا Tab.Largactil-25mg.

له پورتنيو ګوليو څخه يوازي يو ډول استعمال کړئ.

ددې لپاره چې له دوا سره عادت وانه خيستل شي. بايد ځينو تدابيرو څخه کار واخيستل شي،
لکه: تر څو چې خوب ورباندې غلبه نه وي کړې نو څملي دې نه، په يو څه کار دې ځان مصروف ساتي، د بسترې او د خوب د کټ د پاکوالي خيال وساتئ، له خوبه سهار وختي پاڅيدل عادت کړئ، پدې طريقو به خود بخود خوب پيدا شي ددې رنځ پوره درملنه نه شته، بلکې ځان د حالاتو مطابق برابرول پکار دي.

ځيني د دماغ مسکن درملونه لکه: phenobarbiton، largactil، Valium، Dilontin، او Ativan موثر تماميږي.

ځينې وخت دا رنځ د وينې د فشار له جګوالي هم رامنځته کېږي، نو د دوا پواسطه فشار کمول پکار دي. ددې لپاره Tab.Aldomit د ورځې له يوې څخه تر دريو ګوليو پورې استعمال کړي. د قبض د لرې کولو خيال وساتئ، د شور او غالمال له چاپيريال څخه ناروغ لرې کړئ.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک