د تریخي په نل کې کاڼی؛ نښې او درملنه Cholesdocholithiasis
د تریخي په نل کې کاڼی Cholesdocholithiasis:
د صفرا د نل کاڼی عموما د صفرا په کڅوړه کې جوړېږي او بیا د صفرا نل ته انتقالېږي. کله کله د صفرا په نل کې هم جوړېږي، چې زیاتره وخت کومه نښه نه ښکاري، کله چې په نل کې څه خرابوالی پیدا کړي، نو بيا نښې ښکاره کوي.
نښې:
- د خېټې په ښي اړخ پورتنۍ برخه کې په وار وار درد پیدا کېږي. چې کله کله ډېر سختېږي او کله کله ورسره زېړی هم وي،
- له درد سره سره تبه هم ملګرې وي او ناروغ رپېږي، چې دا له كاڼي پرته هلته د انفکشن د موجودیت نښه هم ده، چې دا ډېر خطرناك وي.
تشخیص (پېژندنه) Diagnosis
- په وینه کې د Bilirubin مقدار زیاتېږي
- په ادرار کې هم بیلي روبین لیدل کېږي او د ادرار رنگ تیره توربخن او غوړ وي
- د ځیګر د انزایمونو SGOT او SGPT مقدار زیاتېږي.
- او په وینه کې د Alkaline Phosphate مقدار هم زیاتوي.
- په ناروغ کې د وینې Protein زیات او د بدن له کومې برخې څخه په اسانۍ وینه جاري کېږي.
- د التراساونډ او Cholangio Graphy په ذريعه په اسانۍ سره تشخیص کېږي.
درملنه
- که چېرته Protein لوړ وي تر هغې چې پروټین نورمال نه وي، ناروغ ته هره ورځ VitK-10mg ستنې ورکوئ.
- په ناروغ غوړ بند، پروټین او کاربوهایډریټ ورته زیات کړئ.
- که ناروغ تبه لري تر شپږو ورځو ۴ دانېAmpiclox-500mg ورکړئ که د ناروغ حالت خراب وي روغتون ته یې ولېږئ، چې د جراحی په ذریعه یې كاڼي انتقال کړي.