د خولې بدبویي څه شی دی؟ لاملونه او درملنه Bad Breathing

د خولې بدبویي څه شی دی؟ Bad Breathing:

د ځینو کسانو څخه له خولو د تنفس د وېستلو پر مهال بد بوی خېژي، چې د خولې بدبویي یې بولي.

د خولې بدبویي لاملونه:

له خولې څخه د بد بوی راتلو مهم لاملونه د ګېډې خرابی، قبض، بدهضمي، د درنو او غوړ لرونکیو خوړو استعمال او د غوښې له زیات خوراك څخه هم دا شکایت پیدا کېږي. د غاښونو خرابوالی، Pyorhea (د وریو خرابوالی)، په پوزه یاستوني کې خرابوالی او اتشک هم د خولې د بدبوي لامل کېږي.

د خولې د بدبویي درملنه:

  • که په غاښونو او وریو کې خرابی وي، هغه دې معالجه شي.
  • د هاضمې خيال ساتئ.
  • قبض واقع کېدو ته مه پرېږدئ.
  • نرم خواړه کاروئ،
  • ستونی او پوزه معاینه کړئ، که څه خرابی پکې ووینئ، هغه معالجه کړئ.
  • بوی لرونکي څیزونه لکه پیاز ، اوږه او داسې نور مه کاروئ.
  • پنځه وخته مسواك وهئ او د غاښ پاکولو کریم وکاروئ،
  • Sol-HydrogenPeroxide په اوبو کې حل کړئ هغه غرغړه او د مالچو په ذریعه غاښونه پرې پاك کوS،
  • ۴ دانې تتراسیکلین کیپسول وخورئ. (هره ورځ د یوې اونۍ پورې)

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial Team

Wasiclinic Publisher Team. Share the articles with your friends, and connect with us on social media.
Back to top button
Wasiclinic