د درملو پواسطه درملنه او د درملو تجویز

درمل څه شی دی؟

دوا له بېلابېلو حيواني، نباتي او معدني سرچینو څخه تهیه کېږي او يو شمېر دواګانې له مصنوعي او کيمياوي موادو څخه جوړېږي.

هغه درمل چې له وینې او یا د حیواناتو له اندامونو جوړېږي او یا د میکروبونو د مړینې، کمزورۍ او پاتې شونو څخه لاسته راځي بیولوژیك دارو ورته ویل کېږي او د دې دوا په ذریعه علاج کولو ته بیولوژيکي درملنهBiologic Therapy  ویل کېږي.

انتي بيوتيك (Anti Biotic) کیمیاوي مواد دي، چې له قارجونو او میکروارگانیزمونو څخه لاسته راځي، ځانګړنه یې د مایکروبونو د رسېدا مخنیوی او د هغو له منځه وړل دي. له انتي بیوتیکونو څخه استفاده کول د پنسلین Penicillin له کشف سره سم پیل شوې ده. د انتي بيوتيك په ذریعه درملنه کولو ته Antibiotic Therapy ويل کېږي. په همدې توګه سلفا میدونه، ګلیکوسیدونه، پرازیت ضد دواګانې او په سلګونو او زرګونو نور درملونه نن سبا لاس ته راغلي او د معالجې میدان ته راوتلي دي.

د درملونو تجویز:

درملونه له بېلابېلو لارو تجویزېږي، لکه د خولې Oral له لارې، د مقعد Rectum له لارې، د استنشاق یا د پزې له لارې، پر پوستکي د مالش له لارې، د پوستکي، ورید او عضلې له لارې تزریق کول.

درمل عموما د خولې له لارې تجویزېږي، خو په هغه صورتو کې چې ناروغ د خولې له لارې دارو نه شي اخیستی لکه استفراغات او یا هغه درملونه چې د خولې له لارې موثر نه تمامیږي لکه انسولین (Insulin)، ادرینالن  (Adrenalin)، واکسینونه (Vaccine) او داسې نور او یا په هغو حالتو کې چې د درملو ژر تاثیر کول په نظر کې نیول شوی وي، نو د نورو لارو تجویزول پکار دي.

د درملونو د جذب تر ټولو ګړندۍ لار په ورید کې تزریق دی او سسته او بطي لار يې د پوستکي د مالش څخه عبارت ده، که چېرته موضعي درملنه په نظر کې نه وي، په پوستکي له مالش کولو څخه کار اخیستل کېږي، چې هغې ته موضعي استعمال (Topical Application) ویل کېږي.

د درملونو موضعي استعمال د پوستکي، سترګو، غوږونو، ستونې او نورو رنځونو لپاره وي.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک