د ناروغ د ارام او فعالیت د اندازې ټاکل
ناروغ باید څه وکړي؟ څه ونکړي؟
دا ټکی په اکثره رنځونو کې د اهمیت وړ ګڼل کېږي، مثلا که چېرته کوم ناروغ د زړه د عضلې شريان په ترومبوز (Coronary thrombosis) اخته وي او هغه ته له موقع څخه مخکې او ژر د کار اجازه ورکړل شي، ممکن د زړه په عدم کفایه اخته او ناڅاپه مړ شي. برعکس که چېرته هغه ناروغ چې دلنگی (ساق) د هډوکي په شکستگۍ (درز) اخته وي او تر ډېرې مودې ارام وکړي او د حرکت اجازه ورنه کړل شي کېدای شي په سینه بغل (Bronchitis) اخته او مړ شي.
هغه ناروغان چې بستري دي باید کاملا بې فعاليته او بې حركته ونه اوسي د هغو د فعالیت اندازه باید ډاکتر وټاکي په دې توګه چې ځینې ناروغان پوره ارام ته اړتیا لري هغه باید هېڅ ډول انرژي ضايع نه کړي، ځینې ناروغان نیمه ارام ته اړتیا لري، چې کله فعالیت وکړي او کله ارام او ځینې ناروغان باید په عادي توګه کار او فعالیت وکړي، آن ځینې ناروغان باید له عادي حالت څخه هم زیات کار او فعالیت وکړي، په ځانګړې توګه هغه ناروغان چې روحي جنبه لري او هغه ناروغان چې په مزمنو رنځونو اخته او ډېره موده يې بستره کې تېره کړې وي.