د وینې معاینه Blood test
د وینې معاینه څه شی ده؟ Blood Examination
د وینې تجزیه ډېر ارزښت لري، ځکه چې د دې تجزیې په ذریعه د وینې سره حجرات (RBC)، سپین حجرات (WBC)، د هیموگلوبین تعین او د وینې د ټولو سپینو حجراتو د نسبت ټاکل معلومولای شو.
کله چې په وینه کې سره کرویات کم شي او یا د هیموګلوبین په اندازه کې کموالی راشي، نو ناروغ په کمخوني Anemia اخته وي. د سرو کرویاتو د مقدار زیاتوالي ته Polycythemia ویل کېږي.
که چېرته په وینه کې د سپینو کرویاتو مقدار زیات شي هغې ته Leucocytosis ویل کېږي او د سپين کرویاتو کموالی ته Leukopenia وايي.
د وینې تجزیه یوازې د وینې د ناروغیو لپاره نه بلکې د ډېرو ناروغیو د معلومولو او پېژندلو وسیله ګڼل کیږي، مثلا: په توره ټوخلي (سیا سرفه) لوکوسیتوز Leukocytosis کې لېدل کېږي او د Lympocyte شمېر زیاتېږي. په مخملک کې د Eosinophil، او شري (سرخک) کې Leukopenia منځ ته راځي.