لړزېدنه څه شی دی؟ لاملونه، نښې او درملنه (Chorea)
لړزېدنه څه ته وايي؟ (Chorea)
زموږ ورمېږ، لاسونه او پښې عضلو او پولو پوښلي چې په هغو کې د څه زيان له امله سر، لاسونه او پښې لړزېږي او په پرله پسې توګه رپېږي، دې لړزې ته Chorea ويل کېږي.
د لرزې لاملونه:
دا ناروغي زياتره موروثي شکل لري او کله کله له دماغي کمزوري او روماتيزم نه هم پيدا کېږي.
نښې:
د لاس او پښو پرله پسې رپېدل،
نا ارامي،
کمزوري،
په خبرو او خوړلو کې ستونزه او داسي نور ددې ناروغۍ نښي دي.
درملنه:
که ناروغي موروثي وي نو درملنه نه لري او که د روماتيزم له کبله وي نو د هغې مطابق درمل ورته توصيه کړئ. لکه Tab.Brufin 400mg د ورځې درې دانې وروسته له غذا څخه يا Tab.Butazolidin يا Tab.Oxyphenbutazon او ددې ترڅنګ ناروغ ته Tab.Prednisolon یا Tab.Betnesol د ورځې درې ځله په مړه ګېډه ورکړئ او که رنځ د دماغ د کمزورۍ له امله وي، نو ناروغ ته Inj.vitB+B6+B12 يا Inj.Neurobion يوه ورځ وروسته يو زرق په عضله کې ورکړئ او Tab.Ciplarfort دې د ورځې درې ځله د کافي ورځو لپاره استعمال کړي.