مغزي بېهوښي څه شی دی؟ نښې، لاملونه او درملنه (Apoplexy)

کله چې ناروغ حواس له لاسه ورکړي او په هيڅ حال نه وي خبر دې ته بېهوښي وايي.

د بېهوښۍ نښې:

د ناروغ خوله بنديږي، د تنفس سره خړ خړ اواز توليديږي، لاسونه او پښې يخوالی اختیاروي، کله کله سترګې خلاصوي او ناروغ یو اړخ ته ګوري. دا يو خطرناک رنځ دی، چې زياتره وخت د مرګ سبب هم کېږي.

د بېهوښۍ لاملونه:

ددې رنځ ځانګړی لامل په وينه کې د زهروي مادې ګډيدل، د ګردو خرابی، سخته ګرمي او ساړه او دماغ ته صدمه رسيدل ناروغ بې هوشه کوي.

په همدې ترتيب د سر مزمن درد، د سترګو رڼا کموالی، قبضيت، غوږو کې اوازونه او د سر چکر د دغه ناروغتيا نښي او د ناروغۍ د منځته راتلو د ګمان سبب کېږي.

که چېرې ناروغ په دوه يا دريو ورځو کې په هوش رانشي نو د وينې د دماغي جريان له کبله مرګ واقع کېږي.

که چېرته په پښتورګو کې څه خرابوالی موجود وي نو د ناروغ له خولې څخه بد بوی او يخه هوا راوځي.

درملنه:

د بېهوښي ښه دوا Inj.Decadron 4mg بايد ځانته د عضلې له لارې او يا له  Serum-dextrose+sodiumChloride-1000cc  د مخلوط سیروم سره يو ځای د وريد له لارې ناروغ ته تطبیق شي.‌ کله چې ناروغ په هوش راغی نو اصلي علت يې پيدا او تداوي يې کړئ .

د دماغ او زړه لپاره قوي غذا او قوي دواګاني توصيه کړئ. لکه:Inj.Neurabion  د عضلې له لارې او د زړه د قوت لپاره Inj.Coramin د عضلې له لارې او يا له سيروم سره مخلوط او یا پورتني درمل د شربتونو په ډول هم ورکولای شئ.

په همدې توګه ناروغ ته انتي بيوتيک درمل په ځانګړي توګه Inj.Teramycin د عضلې له لارې ورکړئ، که له دې درمل سره هم ناروغ په هوش رانغی نو روغتون ته يې وليږئ.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک