نېمونيا څه شی دی؟ Pneumonia

نېمونيا د سږو يو تسپودي حالت دی چې په ځانګړې توګه د سږو د پړپوکونو چې د تبې، او د ټټر په راډيوګراف کې د يو لړ موندونو له مخې پېژندل کېږي. د سږو د پړپوکونو دغه ډول تسپود يا التهاب د يو ډول انفېکشن په سبب رامېنځ ته کېږي خو د انفېکشن نا اړونده هم يو شمېر لاملونه دي چې د نېمونيا ناروغي راپېښوي. داسې انفېکشن رامېنځ ته کوونکو کې باکټېريا, ويروسونه، چڼاس, او پرازيتونه راځي. د انفکشن نا اړونده نېمونيا بلونکو کې کيميايي توکي، فيزيکي ټپونه، درملي اغېزښندنې او د رګونو د ناروغيو پېچلتياوې شاملې دي.

د نېمونيا د ناروغۍ د پېژندلو په نښو نښانو کې ټوخی، ټټرخوږی، تبه او په سختۍ سره سااخيستنه شامل دي. د دغې ناروغۍ په پېژندلو کې د ټټر د X-وړانګې انځور او په آزمېښتون کې د ناروغ د بلغم کتنې اغېزمنې دي. د نېمونيا د ځينې ډولونو د مخنيوي لپاره واکسينونه هم جوړ شوي. د نېمونيا درملنه د ورپېښو سببونو تر پېژندلو وروسته پېل کېږي چې په دغو کې باکټېريايي نېمونيا د انټيوبيوټيکو په درملو دملنه کېږي.

د دغې ناروغۍ د ښه کېدنې اټکل د نېمونيا د ډول، درملنې، نورو روغتيايي پېچلتياؤ او د ناروغ د روغتيايي حالت پورې اړونده دی. نېمونيا يوه عامه ناروغۍ ده او د هر عمر د ډلې خاوندانو کې پېښېږي. دا ناروي په ځوانانو کې، په بوډاګانو کې او په اوندن رنځ اخته ناروغانو کې د مړينې يو تر ټولو لوی سبب دی.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial Team

Wasiclinic Publisher Team. Share the articles with your friends, and connect with us on social media.
Back to top button
Wasiclinic