هغه ناروغۍ چې درملنه یې په فیزیوتراپي هم ممکنه ده؟

فیزیوتراپي د بدن بهرنۍ برخې ته د فیزیوتراپیس لخوا ورزش یا مساج کول او یا د بدن بېلا بېلو برخو ته په فزیکي ډول د حرکت ورکولو لار ده، خو ایا تاسې پوهیږئ چې د فیزیوتراپي له لارې د یو شمېر ناروغیو درملنه هم ممکنه ده؟

هغه ناروغۍ چې د فیزیوتراپي له لارې یې درملنه ممکنه ده:

د زړه ناروغي

فیزیوتراپي د زړه ناروغ ترڅنګ د زړه ناروغۍ لپاره هم غوره عمل دی، په دې سره د بدن په بېلا بېلو کې برخو کې د وینې حرکت چټکیږي او زړه په سمه توګه کار کولو ته هڅوي.

د مثانې کمزورتیا

هغه کس چې د مثانې ستونزې لري دوی د بولو په کنترول کې هم ستونزه لرلای شي، فیزیوتراپي ترسره کول د مثانې شاوخوا عضلات پیاوړي کوي چې له کبله یې د بولو نه کنترول ستونزه له منځه تللای شي.

د هډوکو کمزورتیا

د هډوکو اووښتل، ماتېدل یا نورې ستونزې چې زیاتره په ښځو کې رامنځته کیږي، یوه دردوونکي ستونزه ده، په سمه توګه فیزیوتراپي سره د هډوکو او له دې څخه د رامنځته کېدونکو ستونزه مخه نېول کیدای شي.

د ماشومانو په وده کولو کې مرسته کوي

فیزیوتراپي د هغو کوچنیانو په وده کولو کې مرسته کوي چې پیدايښتي کمزوري وي، په پاڅېدو، کیناستو او تلو کې ستونزه لري.. که چیرې په کوچنیتوب کې د یوه غوره فیزیوتراپي پوه لخوا یې درملنه وشي ښه کیږي.

سر درد

په فیزیوتراپي سره د سر درد ډیر ډولونه له منځه تللای شي چې په دې کې میګرین یا نیم سر درد، د فشار له کبله سر درد، د کلستر سر درد (د سخت درد یو ډول دی چې په اوونۍ کې یو وار په انسان راګرځي او زیاتره تر سر نیمه خوا محدود وي)، او داسې نور ډولونو په کمېدلو کې مرسته کوي، ځکه اکثره وخت سر درد د وینې د ناسم جریان له کبله رامنځته کیږي او د سر فیزیوتراپي یا مساج د وینې جریان ښه کوي.

د ملا درد

د ملا درد نږدې د هر عمر کس ته پېښیدلای شي خو په ځانګړي ډول هغه کسان چې د ورځې زیاته برخه په ناسته تیروي د ملا درد څخه ډیر کړیږي، د فیزیوتراپي له مخې مساج یا ورزش کول یوازې د ملا درد په له منځه تلو کې نه بلکې ددې ستونزې د له منځه تلو لپاره هم غوره لار ده.

Back to top button
واسع کلینیک