Disease رنځ‌ یا ناروغي څه ته وايي؟

د رنځ ‌disease تعریف او ډولونه:

هر ډول ناهنجاري او د بدن له غړیو څخه د یو غړي غیر عادي وضع اختیارول رنځ ګڼل کیږي. یا په بل عبارت د بدن د غړیو په طبعي وظایفو کې خلل راتلو ته رنځ‌ ویل کیږي. یا په دې ډول، رنځ‌ یو تکلیف لرونکی پیش آمد دی چې د معلومې او څرګندې نښې او عوامل لري.

د رنځونو طبقه بندي د وختونو د دوام په اساس

د رنځونو د وختونو د ددوام په اساس په حاد، تحت حاد او مزمن تقسیم شوي دي.

۱- حاد رنځونه (Acute diseases) : دا هغه رنځونه دي چې له څو ورځو تر دریو اونیو دوام کوي.

۲- تحت حاد رنځونه (Sub Acute Diseases): دې جمله کې هغه رنځونه راځي، کوم چې له دریو اونیو تر شپږو اونیو پورې دوام مومي.

۳- مزمن رنځونه (Chronic Diseases): دا هغه رنځونه دي چې له حادو څخه وروسته راځي او له شپږو اونیو زیات دوام مومي، د هر رنځ‌ اوږدوالي مهال د هغه په تاثر پورې اړه لري او په همدې توګه د ناروغ د جوړښتیز مزاج تابع دی.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک