تبه څه شی ده؟ د تبې لاملونه او ډولونه Fever
تبه څه ته وايي؟
تبه د بدن د تودوخې د درجې لوړوالي ته ویل کېږي. چې د ځینو مایکروبونو په مقابل کې د بدن له عکس العمل (غبرګون) څخه منځ ته راځي. په عادي حالاتو کې د بدن د تودوخې درجه ثابته او ۳۷ درجې سانتیګراد یا ۹۸ درجې فارنهایت وي.
د بدن تودوخه د اعصابو په واسطه کنترولیږي، چې دا مرکز ډېر حساس دي، کله چې په وینه کې د تودوخې درجه تغیر پیدا کوي، د اعصابو له لارې د تودوخې د تنظیم مرکز ته خبر رسیږي. د بدن تودوخه د غذايي موادو د سوزېدو او د سلولونو له میتابولیکي فعالیت څخه پيدا کېږي. هر څومره چې یو غړی ډېر کار کوي، په هماغه اندازه تودوخه زیاتېږي.
د تبې لاملونه څه دي؟
تبه د لاندينيو لاملونو له مخې منځته راځي:
الف: عفونت: چې د ټولو مایکروبي، وايروسي او ځینو پرازيتي ناروغیو لامل ګرځي.
ب: د اعصابو او ماغزو ځینې ناروغۍ.
ج: په ګرمه او لنده هوا کې اوسېدل، چې په دې صورت کې خوله نه وچېږي او تبخیر نه کېږي.
ح: د بدن د اوبو کموالی (Dehydration) په تېره په ماشومانو کې چې دا مهال یې بدن د تودوخې مخنیوی نشي کړای.
د: د بافتونو د تخریب له عمل څخه چې کوم مواد جوړېږي، د هغو د جذب له نتیجې څخه هم تبه پیدا کېږي، لکه د زړه د عضلې انفارکتوس.
ر: د ښځو په میاشتني عادت کې د داخلي غدې له څڅېدا څخه چې د میاشتې په وروستیو نیمایي شپو کې پروجسترون (progestrone) راڅاڅي او تودوخه یوه اندازه لوړېږي.
ز: هغه څوك چې د زړه په احتقاني نیمګړتیاو اخته دي د تودوخې درجه یې لوړه وي ځکه چې په دغو ناروغانو کې پړسوب د تودوخې د مخنیوي په وړاندې خنډ کېږي.
هـ: د جل یا ګرمۍ و هلو له امله هم د تودوخې درجه پورته ځي.
د تبې ډولونه کوم دي؟
تبه په څو ډوله ده؟
تبه د خپلو ځانګړنو له مخې په لاندې توګه وېشل کېږي:
۱- ډېره سخته او تنده تبه (Hyperprexia) : (>40ºC, 104ºF) چې تبه د ۴۰ درجې سانتیګراد یا ۱۰۴ فارنهایت څخه پورته وي.
۲- پرله پسې تبه (Continuous Fever): هغه تبه چې د دوام په ټوله موده کې عادي او طبعي حالت ته راکمه نه شي. لکه سینه بغل، تیفوس (typos) او داسې نور.
۳- څپیزه تبه (Remittent Fever) هغه تبه ده چې نوسان يې ډېر وي لکه نری رنځ، سل Tuberclose او برونکوپنومونې (Pnemonia).
۴- بیا راګرځېدونکې تبه ( (Inter Mitent Feverدا هغه تبه ده چې د وخت له تېرېدو سره راټیټیږي، او ان له نورمال حالت څخه کمېږي لکه ملاریا.