تيتانوس څه شی دی؟ نښې، لاملونه او درملنه Tetanus

تيتانوس څه ته وايي؟ Tetanus

دايوه ډېره خطرناکه ناروغي ده. په هغه ماشومانو کې چې نوي له موره پيدا شوي وي ډېره ليدل کېږي او په لويانو کې هم موندل کېږي.

 

 

د تیتانوس لاملونه:

ددې ناروغي اصلي لامل يو مکروب دی، چې په هم هغه نوم مسمی دی او اکثره وخت په خاورو کې ژوند کوي. کله چې د بدن په کومه برخه کې څه زخم پيدا شي نو د هم هغه زخم له لارې مکروب بدن ته داخلېږي او د وينې په دوران کې شاملېږي چې له دې لارې دماغ ته رسېږي او په بدن کې د ناروغۍ نښې پيدا کېږي.

د تیتانوس نښې:

د انسان بدن شخېږي
سخته تبه پيدا کېږي او په بدن باندې سخت درد لګېږي.
په شپږمه ورځ د ناروغۍ پوره نښې ښکاره کېږي. چې د ژامې شخوالی پيدا کوي او بندېږي.
ستونی درد کوي او د شيانو خوړلو او تېرولو کې ستونزه وي
د ملا سختوالی او کوږوالی پيلېږي،
غاښونه په زور سره بند او بېرته نه خلاصېږي،
له خولې څخه صاف اواز نه وځي،
ماشوم شيدې نشي رودلای،
جټکې پرې راځي چې له دې سره مرګ واقع کېږي.

د تیتانوس درملنه:

د حفاظتي تدبير په توګه د ماشوم له پيدا کېدو سره سم هغه ته Anti toxin serum) Inj A.T.S 750unit  زرق کېږي او د زخم له پيدا کېدو سره  فورا  (Inj. A.T.S 1000Unit) بايد زرق او هره ورځ په همدې مقدار تر هغه وخته پورې ورته زرق شي تر څو د ناروغۍ اثرات نه وي ځپل شوي. ددې ترڅنګ پنسلین پروکارین Inj.Procaine Pencillin 5lak  پنځه لکه يونټه د ورځې ضروري ورکول کېږي. د دورو او جټکو د لرې کولو لپاره ناروغ ته Inj.lorgactil 50mg او يا Inj.phenobarliton 60mg ورکول کېږي، البته ددې ناروغۍ لپاره د کالمپوز امپول زرق کول ډېره ګټه لري، تر هغه وخته پورې چې د ناروغ شخوالی او دورې نه وي ورکې بايد له دې امپولونو ورته يو په پرله پسې توګه ترزيق شي.

ناروغ بايد په تروږمۍ (تياره) کوټه کې وساتل شي او له شور او غالمغال څخه لرې وساتل شي او په کټ ورسره هېڅوک کښېنني. ‌ ښه به دا وي چې تاروغ روغتون ته ولېږل شي ځکه چې ددې ناروغۍ انجام سم نه وي.

يادونه: د A.T.S له زرق کولو څخه مخکې هغه بايد امتحان شي ځکه چې له دې سره ډېر خلک حساس دي، نو بايد چې د بدن په جلد کې په ډېر لږ مقدار سره د سرنج په ذريعه داخل او له هغه ځايه څخه دايروي کرښه تاوه شي، که د حساسيت کومې نښې پکې ولېدل شي بايد ناروغ ته په فوري توګه Inj.Adrenaline او Inj.Decadron ولګول شي‌.


Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک