د سږي اناتومي جوړښت او دندې Lungs Anatomy

سږي د تنفس ځانګړي آلې دي او شمېر یې دوه دي، چې د سینې په جوف کې د شمزۍ په دواړو خواو واقع دي.
دښي سږي وزن نژدې ۶۰۰ ګرامه دی او چپ سږی نژدې ۵۵۰ ګرامه وزن لري.


د سږو جوړښت د سفنح په ډول دی، که زور پرې واچول شي، هوا ترې خارجېږي. د سږو سطح اوبه لرونکې غشا لري او نورې برخې يې خانه دارې غشاوې لري او د هوا واړه واړه کڅوړي لري. په سږو کې د ورید او شریانو وړو وړو تارونو جال جوړ کړی دی.

د انسان په ژوند کې د ساه ایستلو او ننویستلو ګټه دا ده چې د وینې خرابې اجزاوې لکه کاربن مونو اکساید د تنفس په ذریعه خارجېږي او ښې اجزاوې لکه اکسیجن بېرته په وینه کې داخلوي. چې په دې طريقه وینه صافه او تصفيه کوي، چې صافه وینه د شریانو په ذريعه له سږو څخه زړه او له هغه ځایه ټول بدن ته رسېږي له بدن څخه ناپاکه وینه لومړی زړه ته او بیا د وریدونو له لارې سږو ته راځي، هلته تصفیه کېږي او د شریانو له لارې له زړه څخه بیا بدن ته ځي. د یو ځوان او تندرست انسان سږې په یوه دقیقه کې ۱۸ ځله تنفس باسي او ننباسي او تر پېدایښت وروسته ماشوم نژدې ۴۰ ځله په یوه دقیقه کې تنفس کوي، چې د تګ، ستړيا، منډه، غم، غوسې، جذبات، احساسات، هیجانات او ناستې پر وخت د تنفس په شمېر کې کمی او زیاتي پېښېږي.

 

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک