د اشتها کموالی؛ لاملونه، تدابیر او درملنه Anorexia
د اشتها کموالی :Anorexia
کله چې د انسان لوږه کمه شي، خوړو ته یې زړه نه کیږي او ژر نه وږی کېږي، نو دې ته د اشتها کموالی یاAnorexia ویل کېږي.
کم اشتهايي لاملونه:
- د اشتها کموالی اکثره وخت د تبې له واقع کېدو سره سم پیدا کېږي،
- د سګرتو، نسوارو او پان له استعمال سره هم پېدا کېږي.
- د هغو خوړو استعمال چې له هغې سره ژبه وچه او د لاړو افرازېدل کمېږي هم دا ناروغي واقع کېږي،
- د VitB1 له کموالي څخه هم دا ناروغي منځته راځي.
- د هاضمې سیستم په ټولو ناروغیو کې د اشتها کموالی صورت نیسي.
- د معدې ورم، د معدې سرطان د دې ناروغۍ غټ اسباب دي.
- کورنۍ او کاروباري پرېشانۍ، غم او خوشحالي سره هم دا ناروغي منځ ته راځي.
تدابیر:
- مناسب کار او فعالیت کول،
- ورزش،
- خوراك باندې کنترول.
- سهار پلي ګرځېدل،
- په پاکه، صافه او ازاده هوا کې ناسته ولاړه د اشتها د کموالي په خاتمې کې مرسته کوي
د کم اشتهايي درملنه:
باید د ناروغۍ لامل معلوم او بیا تداوي کړای شي. لاندې دوا ورته توصیه کړئ:
- orabolin یوه ګولۍ سهار، یوه ماښام، له یوې میاشتې باید زیات استعمال نه شي.
- Mosegar.V سهار، غرمه او ماښام یوه يوه کاشوغه.
- Festal دوه ګولۍ له لږو اوبو سره ترخوراك وروسته.
- په همدې توګه ناروغ ته انزایم لرونکي درمل لکه: Zymoplex، Cap.Eplazym او Syp.Digiplex د ورځې درې ځله وروسته له خوړو توصیه کړئ.