د زړه اناتومي جوړښت او دندې Heart Anatomy

د زړه اناتومي جوړښت او دندې Anatomy of Heart:

زړه یو کلك عضلي غړی دی، چې د وینې مرکز او ټول بدن ته پاکه وينه رسوي او ناپاکه وينه د بدن له ټولو برخو سږو ته راټولوي. زړه مخروطي بڼه لري او په یونازك پوښ کې بند دی، چې د سږو په منځ کې موقعيت لري. د زړه غټ سر پورته او نری سر (برخه) یې لاندې د سينې په داخل کې په کیڼ اړخ کې واقع دی.

د زړه اوږدوالی ۵ انچه او عرض یې ۳.۵ انچه دی. د سړو د زړه وزن 300 ګرامه او د ښځو د زړه وزن نژدې ۲۵۰ ګرامه وي.
زړه څلور خونې لري: دوه بطن (Ventricle) او دوه دهلیزونه (Atrium)، چې ښي بطن او ښي دهلیز او چپ بطن او چپ دهلیز باندې ویشل شوي.
همدارنګه زړه څلور والونه (Valves) لري په لاندې ډول دي: Tricuspid, Pulmonary, Mitral and Aortic valves.
د ښي خوا په بطن او دهلیز کې ناپاکه وینه او د کیڼې خوا په کيڼ بطن او کيڼ دهليز کې پاکه او صفا وينه وي.

د زړه دندې Function of Heart:

زړه شپه او ورځ خوځي او انقباض او انبساط کوي. کله چې زړه انقباض (حجم یې کم شي، د وینې پمپ کولو وخت کې) وکړي، نو پاکه وينه د شریانو له لارې ټول بدن ته رسوي او د انبساط په صورت کې له ټول بدن څخه وینه د وریدونو له لارې راټولوي او خپل ښي اړخ خانو (ښي دهلیز او بطن) کې يې جمع کوي. له دې ځای څخه يې د سږو شریان (Pulmonary artery) له لارې سږو ته لېږي، هلته تصفیه کېږي او له هغه ځای څخه یې د سږو ورید (Pulmonary Vein) له لارې خپل کیڼ اړخ خانو (کیڼ دهلیز او بطن) ته رانقلوي، چې له هغه ځایه د لوی شریان (Aorta) له لارې د بدن ټولو برخو ته رسېږي. د زړه کوم حرکت، چې په سينه کې محسوسېږي هغه د زړه د نوك حرکت دی، چې د سینې له دیوال سره نغښتی دی.

د انسان زړه په یوه دقیقه کې له ۷۰ څخه تر ۷۵ ځلو پورې حرکت کوي.

 

په دې اړه د نورو تصویرونو لپاره دا تړونی کېکاږئ

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک