د بدن د اوبوكمېدا، تنده؛ لاملونه او درملنه Polydipsia

د بدن اوبو کمېدو لاملونه:

د کانګې، اسهال، د معدې خرابی، د ځیگر عوارض، سخته تبه، د شکر ناروغي، د ګرمو څيزونو استعمال په بدن کې د اوبو د کمی لامل کېږي.

درملنه:

  • آر (اصل) لامل دې ولټول شي او معالجه دې کړی شي، که چېرته سخته تبه وي، درملنه یې وکړئ. که د شکر ناروغي وي کنترول يې کړئ په همدې توګه که د کانګو او د ستونو ناروغۍ وي د هغې درملنه دې هم وشي.
  • ناروغ ته په اوبو کې ګلوکوز محلول کړئ او پرې ویې څښئ.
  • په سختو حالتونو کې ناروغ ته د ورید له لارې  Glucose+NaCl-1000ml ورکړئ.

تشخيص Laboratory Test:

د ناروغ ادرار او وینه د شکر لپاره ټسټ کړئ که چېرته په ادرار کې شکر ولیدل شي او یایې په وينه کې مقدار په نهاره له ۱۲۰ میکرو گرام في صد سي سي څخه زیات وي، نو ناروغ د شکر ناروغي لري باید هغې مطابق معالجه کړئ.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک