د تریخي په نل کې کاڼی؛ نښې او درملنه Cholesdocholithiasis

د تریخي په نل کې کاڼی Cholesdocholithiasis:

د صفرا د نل کاڼی عموما د صفرا په کڅوړه کې جوړېږي او بیا د صفرا نل ته انتقالېږي. کله کله د صفرا په نل کې هم جوړېږي، چې زیاتره وخت کومه نښه نه ښکاري، کله چې په نل کې څه خرابوالی پیدا کړي، نو بيا نښې ښکاره کوي.

نښې:

  • د خېټې په ښي اړخ پورتنۍ برخه کې په وار وار درد پیدا کېږي. چې کله کله ډېر سختېږي او کله کله ورسره زېړی هم وي،
  • له درد سره سره تبه هم ملګرې وي او ناروغ رپېږي، چې دا له كاڼي پرته هلته د انفکشن د موجودیت نښه هم ده، چې دا ډېر خطرناك وي.

تشخیص (پېژندنه) Diagnosis

  • په وینه کې د ‌Bilirubin مقدار زیاتېږي
  • په ادرار کې هم بیلي روبین لیدل کېږي او د ادرار رنگ تیره توربخن او غوړ وي
  • د ځیګر د انزایمونو SGOT او SGPT مقدار زیاتېږي.
  • او په وینه کې د Alkaline Phosphate مقدار هم زیاتوي.
  • په ناروغ کې د وینې Protein زیات او د بدن له کومې برخې څخه په اسانۍ وینه جاري کېږي.
  • د التراساونډ او Cholangio Graphy په ذريعه په اسانۍ سره تشخیص کېږي.

درملنه

  • که چېرته Protein لوړ وي تر هغې چې پروټین نورمال نه وي، ناروغ ته هره ورځ VitK-10mg ستنې ورکوئ.
  • په ناروغ غوړ بند، پروټین او کاربوهایډریټ ورته زیات کړئ.
  • که ناروغ تبه لري تر شپږو ورځو ۴ دانېAmpiclox-500mg ورکړئ که د ناروغ حالت خراب وي روغتون ته یې ولېږئ، چې د جراحی په ذریعه یې كاڼي انتقال کړي.
Back to top button
واسع کلینیک