
د خېټې نفخ (باد)؛ لاملونه، نښې او درملنه Flatulence
د خېټې نفخ (باد) Flatulence:
په ګېډه کې د خوړو د ناهضمي له کبله په خېټه کې باد جمع کېږي او خېټه پړسېږي، چې دې ته د خېتې نفخ یا باد ویل کېږي.
د نس باد لاملونه:
په معده کې التهاب، زخم او یا څه غوټه پېدا کېدل، د تریخي التهاب، په خوړلو او څښلو کې زیاتوالی، ځینې وخت د غم او غوسې له کبله هم په معده کې خواړه نه هضمېږي او باد ترې پېدا کېږي.

نښې:
- خېټه پړسېږي
 - په زړه باندې بوج محسوسېږي
 - د زړه درزا زیاتېږي له ارګو سره باد خارجېږي.
 
د ګېډې باد حفاظتي تدابیر:
- باید له سګرټ، نسوارو او پان څخه پرهېز وشي.
 - چای، شیدې، کوکاکولا، شربت، شړومبې دې لږې استعمال شي.
 - خواړه دې کم وخوړل شي، ځان دې ډېر نه مړوي لږ دې وږی وساتی
 - خوړو خوړلو سملاسي او یا په منځ کې اوبه مه څښئ، نیم یا یو ساعت وروسته اوبه وڅښئ.
 - خواړه په ورو ورو ، ښه یې وژوئ او بیا یې تېر کړئ، له ژر ژر خوړلو سره یو اړخ خواړه سم نه هضمېږي او له بل پلوه معدې ته هوا ننوځي.
 - هره ورځ په پابندۍ سره کار او یا ورزش وکړئ.
 - له ارګو سره خوله ډېره مه وازوئ، څومره هوا چې راوځي له هغې زیاته بېرته ننوځي.
 - هغه خواړه چې معده کې باد پیدا کوي لکه دال، متر، رومي بانجان، پیاز، ګلپي او داسې نور مه کاروئ
 - له غرمنۍ ډوډۍ وروسته یو څه خوب کول پکار دي او د ماښام تر ډوډۍ وروسته یو څه ګرځېدل لازم دي.
 
د ګېډې باد درملنه:
د دې ډول ناروغانو لپاره هضموونکې (Enzymic) دواګانې ګټه نه کوي، باید مسکن او د اعصابو مسکن (Tranquilizer) دواګانې ورکړل شي، مثلا: تر خوړو وروسته Tab.Librium د ورځې درې ځلې یا Tab.Librox درې ځلې، د پیچش لپاره Tab.Metroniddiazole یا Tab.Flagyl . که له باد سره سوزش هم محسوسېږي، نو د تېزابیت ضد درمل لکه Tab.Trisil یا Tab.Syp.Semico یا Syp.Mucaine د ورځې درې ځلې وروسته له خوړو او یا د اړتیا په وخت یوه ګولۍ یا دوه کاشوغې شربت ناروغ ته ورکړئ.



