د درملنې څرنګوالی؛ د درملنې ډولونه او لارې چارې

د درملنې ډولونه کوم دي؟

۱- په روغتونونو کې د ناروغ د بسترولو مسئله:

ډاکتر باید دې نتیجې ته ورسېږي، چې ایا ناروغ په روغتون کې بستر شي او که پخپل کور کې تر معالجې لاندې ونیول شي؟ زیاتره هغه ناروغان چې په سختو حادو رنځونو اخته وي او یا مزمن او پرمختللي رنځونه دي، باید په روغتون کې بستر شي، نور رنځوران په کورونو کې تر معالجې لاندې نیول کېږي.

د ناروغ لپاره د هغه د ناروغۍ او شرایطو مطابق چلند په کار دی د هغه لپاره کوټه او د رڼا اندازه، د کوټې تهویه، د کوټې د تودوخې درجه، د ناروغ پوښاک او داسې نور په نظر کې نیول پکار دي.

۲-  د ناروغ د ارام او فعالیت د اندازې ټاکل:

دا ټکی په اکثره رنځونو کې د اهمیت وړ ګڼل کېږي، مثلا که چېرته کوم ناروغ د زړه د عضلې شريان په ترومبوز (Coronary thrombosis) اخته وي او هغه ته له موقع څخه مخکې او ژر د کار اجازه ورکړل شي، ممکن د زړه په عدم کفایه اخته او ناڅاپه مړ شي. برعکس که چېرته هغه ناروغ چې دلنگی (ساق) د هډوکي په شکستگۍ (درز) اخته وي او تر ډېرې مودې ارام وکړي او د حرکت اجازه ورنه کړل شي کېدای شي په سینه بغل (Bronchitis) اخته او مړ شي.

هغه ناروغان چې بستري دي باید کاملا بې فعاليته او بې حركته ونه اوسي د هغو د فعالیت اندازه باید ډاکتر وټاکي په دې توګه چې ځینې ناروغان پوره ارام ته اړتیا لري هغه باید هېڅ ډول انرژي ضايع نه کړي، ځینې ناروغان نیمه ارام ته اړتیا لري، چې کله فعالیت وکړي او کله ارام او ځینې ناروغان باید په عادي توګه کار او فعالیت وکړي، آن ځینې ناروغان باید له عادي حالت څخه هم زیات کار او فعالیت وکړي، په ځانګړې توګه هغه ناروغان چې روحي جنبه لري او هغه ناروغان چې په مزمنو رنځونو اخته او ډېره موده يې بستره کې تېره کړې وي.

۳-  د درملو په ذریعه درملنه

دوا له بېلابېلو حيواني، نباتي او معدني سرچینو څخه تهیه کېږي او يو شمېر دواګانې له مصنوعي او کيمياوي موادو څخه جوړېږي.

هغه درمل چې له وینې او یا د حیواناتو له اندامونو جوړېږي او یا د میکروبونو د مړینې، کمزورۍ او پاتې شونو څخه لاسته راځي بیولوژیك دارو ورته ویل کېږي او د دې دوا په ذریعه علاج کولو ته بیولوژيکي درملنهBiologic Therapy  ویل کېږي.

انتي بيوتيك (Anti Biotic) کیمیاوي مواد دي، چې له قارجونو او میکروارگانیزمونو څخه لاسته راځي، ځانګړنه یې د مایکروبونو د رسېدا مخنیوی او د هغو له منځه وړل دي. له انتي بیوتیکونو څخه استفاده کول د پنسلین Penicillin له کشف سره سم پیل شوې ده. د انتي بيوتيك په ذریعه درملنه کولو ته Antibiotic Therapy ويل کېږي. په همدې توګه سلفا میدونه، ګلیکوسیدونه، پرازیت ضد دواګانې او په سلګونو او زرګونو نور درملونه نن سبا لاس ته راغلي او د معالجې میدان ته راوتلي دي.

د درملونو تجویز:

درملونه له بېلابېلو لارو تجویزېږي، لکه د خولې Oral له لارې، د مقعد Rectum له لارې، د استنشاق یا د پزې له لارې، پر پوستکي د مالش له لارې، د پوستکي، ورید او عضلې له لارې تزریق کول.

درمل عموما د خولې له لارې تجویزېږي، خو په هغه صورتو کې چې ناروغ د خولې له لارې دارو نه شي اخیستی لکه استفراغات او یا هغه درملونه چې د خولې له لارې موثر نه تمامیږي لکه انسولین (Insulin)، ادرینالن  (Adrenalin)، واکسینونه (Vaccine) او داسې نور او یا په هغو حالتو کې چې د درملو ژر تاثیر کول په نظر کې نیول شوی وي، نو د نورو لارو تجویزول پکار دي.

د درملونو د جذب تر ټولو ګړندۍ لار په ورید کې تزریق دی او سسته او بطي لار يې د پوستکي د مالش څخه عبارت ده، که چېرته موضعي درملنه په نظر کې نه وي، په پوستکي له مالش کولو څخه کار اخیستل کېږي، چې هغې ته موضعي استعمال (Topical Application) ویل کېږي.

د درملونو موضعي استعمال د پوستکي، سترګو، غوږونو، ستونې او نورو رنځونو لپاره وي.

۴- د فزیکي نښو په ذریعه درملنه کول

د درملنې په دې طريقه کې د فزیکي نښو لکه تودوخه، يخوالی، د ماورا بنفش شعاعوي راديوم، الکتریسه او مساژ څخه کار اخیستل کېږي. په دې وروستیو کې د درملنې دې طریقې ډېر پرمختګ کړی او د طبابت په ټولو رشتو کې ورڅخه کار ایستل کېږي.

۵-  د غذایي رژیم په ذریعه درملنه

د دې ډول درملنې موخه د غذایي رژیم په واسطه د ناروغيو علاج کول دي. یانې ناروغ ته هغه غذا ورکول، چې ورته اړتیا لري، ناروغ ته په کافي اندازه مایعات توصیه کول، چې په ډېرو ناروغیو کې د صحیح خوراك استعمال د درملنې اساس ګڼل کېږي. مثلا هغه رنځونه چې د غذایي موادو له کموالي څخه رامنځته کېږي، ځینې میتابولیکې ناروغۍ او په ځانګړې توګه د هاضمې د ناروغۍ.

۶- د جراحي په واسطه درملنه

په دې کې د جراحۍ په ذریعه له رنځ سره مبارزه کېږي، چې دا په حقیقت کې يو ډول میخانیکي درملنه ده. په جراحي عملیاتو کې متاثره شوې عضو له خپل موقعیت څخه پرې کیږي یا یې خلاصوي او ترمیم کوي يې او یا یې له بدن څخه اخراجوي.

۷- رواني درملنه (Psychotherapy)

د درملنې دا طریقه د عواطفو او احساساتو تابع ده. د درملنې د دې طریقې موخه د عاطفي عواملو رفع کول او یا کمول دي، چې په ډېرو مواردو کې ناروغیو ته شدت ورکوي او یا پخپله د عضوي او اورگانیکو رنځونو په بڼه څرګندېږي، لکه اضطراب، هیجان، تردید او نور.

واسع خان

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک