د رنګ الوتل څه شی دی؟ Pallor

د رنګ الوتل څه ته وايي؟ Pallor

د رنګ الوتل يوه عيني نښه ده چې موږ کولای شو په لیدلو سره هغه وپېژنو. د پوستکي او مخاط طبعي رنګ د هغې وینې د موجودیت له کبله وي، چې د پوستکي او مخاط په رګونو کې جریان لري. که چېرته وینه له طبیعي حالت څخه کم رنګه شي، لکه په کم خونی (Anemia) کې نو د پوستکي رنګ الوتی معلومېږي، نو په دې لحاظ رنګ اوښتل د کم خونی یوه نښه ده.

د رنګ الوتلو عامل د رګونو تنګوالی دی. په دې حالت کې په پوستکي کې وینه کمه جریان پیدا کوي، چې د پوستکي رنگ الوتی معلومېږي. د رګونو تنګېدل ممکن عادي او طبیعي پدیده وي، چې د همدې لامل له مخې په ځینو سالمو او روغو انسانانو کې رنګ الوتنه موجوده وي. په همدې توګه د رګونو تنګېدل د هغه عکس العمل (غبرګون) له مخې رامنځته کېږي، چې رګونه یې د ډار، درد ، يخنۍ او ستړیا په مقابل کې ښیي. بالعکس ځینې انسانان که کم خوني هم ولري، خو تل چوست او تازه معلومېږي، لامل یې دا دی، چې رګونه یې تل د اتساع او پراخوالي په حالت کې وي، چې د رګونو د اتساع علت اکثره تبه، د زړه ناروغي، خپګان او عصبي تشوشات وي.

د ژبې مخاط، خوله او د سترګو ملتحمه د بدن له نورو برخو څخه ژر د رنګ تغییر پیدا کوي، نو په دې اساس یاد شوي نقاط د رنځ په تشخیص کې ډېر ارزښت لري.

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک