د ښځینه د ځانګړو غړیو اناتومي جوړښت Antomy of Female genitalia

د ښځینه تکثري سیستم اناتومي جوړښت او اناتومي Antomy of Female genitalia

د ښځو ځانګړي غړي په دوه ډوله دي:
۱- بهرني
۲- داخلي

 

لومړی: بهرني غړي:

دا په لاندې برخو وېشل شوی دی:
۱- غټه شونډه Labia Majora
۲- وړه شونډه Labia Minora
۳- بظر Clitoris
۴- د متیازو سوری Urethral Meatus
۵- د رحم سوری Vaginal Orifice

دویم: داخلي غړي:

۱- فرج یا مهبل (Vagina):
د رحم له بهرني سوري څخه پيل او د رحم تر خولې پورې اوږدوالی لري. په دې کې د ښځینه داخلي او بهرني اعضاء یو ځای کېږي.د حیض وینه او د ماشوم ولادت له دې لارې صورت نیسي. د دې اوږدوالی له ۴ تر ۵ انچه پورې وي.

۲- رحم (Uterus):

دا د ښځینه وو د تناسل هغه برخه ده، چې په دې کې د نر منویه ماده (سپرم) او د ښځو تخمک ((Ovum یوځای کېږي او حمل قرار نیسي، په دې کې جنین (ماشوم) پرورش کوي. د رحم په دوه اړخو کې دوه لارې (Uterine tube) دي او په دواړو اړخونو خصيته الرحم (Ovary) واقع دی، چې هغې کې د ښځو د تولید ماده بیضه پېدا کېږي او د نل له لارې رحم ته رسېږي.

۳-قاذفین (Fallopian tube) دا دوه نلونه دي، چې له رحم څخه پیل او خصیة‌الرحم (ovary) ته رسېږي، اوږدوالی یې ۴ انچه او قطر یې ۱.۶ انچه دی.

۴- خصیة الرحم (Ovaries): په کومه طریقه چې نذانو کې خصيې دي په همدې طریقه په ښځو کې دوه بیضة الانثی دي، چې په هغه کې بیضه ياهګۍ وي، دا غوټې د رحم ښي او چپ اړخ کې وي او له ۶ څخه تر ۸ ګرامو پورې وزن لري.

په دې اړه د نورو تصویرونو لپاره دا تړونی کېکاږئ 

Editorial Team

د واسع کلینیک د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. که مطالب مو خوښ شوي وي، نورو سره یې هم شریکه کړئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع کلینیک