![](https://ps.wasiclinic.com/wp-content/uploads/2020/10/تغذیه-خوراک-ډاکټر-نیوتریشن-nutrition-doctor.jpg)
د غذایي رژیم پواسطه درملنه
غذایي رژیم په درملنه کې:
د دې ډول درملنې موخه د غذایي رژیم په واسطه د ناروغيو علاج کول دي. یانې ناروغ ته هغه غذا ورکول، چې ورته اړتیا لري، ناروغ ته په کافي اندازه مایعات توصیه کول، چې په ډېرو ناروغیو کې د صحیح خوراك استعمال د درملنې اساس ګڼل کېږي. مثلا هغه رنځونه چې د غذایي موادو له کموالي څخه رامنځته کېږي، ځینې میتابولیکې ناروغۍ او په ځانګړې توګه د هاضمې د ناروغۍ.